شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهایشیافاونډیشن افغان نجونو ته د کانکور چمتووالي اپلکېشن جوړ کړ

ایشیافاونډیشن افغان نجونو ته د کانکور چمتووالي اپلکېشن جوړ کړ

تاند(شنبه، د اسد ۸ مه) د ایشیا فاونډیشن چارواکو ويلي چې افغان نجونو ته ېې د کانکور چمتووالي داسې اپلکېشن جوړ کړی چې له کورونو څخه د کانکور ازموینې ته تیاری ورسره نیولای شي.

ایشیا فاونډیشن یوه مسوول عبدالله احمدزي ویلي چې له دغه اپلکېشن سره به په انلاين ډول افغان نجونې د کانکور ازموینې لپاره چمتووالی ونيسي.

د احمدزي د معلوماتو له مخې، په یاد شوي اپلکېشن کې به افغان نجونو ته د کانکور چمتووالي اړوند فورمونه او ویډیوګانې په وړيا ډول وړاندې شي.

دغه اپلکېشېن د ښوونځي له لسم څخه تر دولسم ټولګي پورې د کانکور د چمتووالي اړوند مواد ځای پر ځای شوي دي.

د اسيا فاونډیشن د مسوولینو په وینا، یاد شوی اپلکېشن د انډرويد موبایلونو په وسيله تر لاسه کیدلای شي.

د طالبانو له بيا واکمنيدو سره، شاوخوا ۱۱ مياشتې کېږي، چې سلګونه زره افغان نجونې له شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځيو ته د تګ اجازه نه لري.

طالبانو بیا- بيا ټينګار کړی، چې د نجونو تړلي ښوونځي بېرته پرانیزي، خو دا چې کله به یې دا ژمنه عملي کیږي، نه ده معلومه.

د طالبانو له لوري د ښځينه ښوونځيو تړل په ملي او نړيواله کچه توندو غبرګونونو سره مخامخ شوي دي.

تازه، کابل ته د پاکستاني ملایانو د يوه ورغلي پلاوي یوه غړي هم ويلي، چې طالبان ېې د نجونو د ښوونځيو پرانيستلو ته هڅولي او خپله مېرمنه ېې په مثال کې ور یاده کړې، چې د زده کړو په برکت ېې د قرانکريم پښتو ژباړه کرې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب