تاند( چار شنبه ، د اسد ۵ مه) د طالبانو رييس الوزرا ملا محمد حسن اخند نن په ارګ کې د مفتي تقي عثماني په مشرۍ د پاکستاني ملایانو له یوه پلاوي سره لیدلي.
د طالبانو په یوه اعلامیه کې راغلي، چې پاکستاني ملایانو د طالبانو د واکمنۍ ملاتړ کړی او ویلي، چې پر ضد ېې تبلیغات کیږي او بې بنسټه دي.
سرچينه زياتوي، چې پاکستاني ملایانو د ځينو مسايلو په اړه د طالبانو له رییس الوزرا سره خپلې مشورې هم شریکې کړي دي.
د طالبانو په اعلامیه کې دغه مسایل او ورکړل شوې مشورې نه دي په ډاګه شوي.
د طالبانو رييس الوزرا په دې لیدنه کې د طالبانو واکمني د علماوو واکمني ګڼلې او له پاکستاني ملایانو څخه ېې مننه کړې ده.
په ورته وخت کې د دغې لیدنې يو عکس، چې ملا حسن اخند د پاکستاني ملایانو پر وړاندې ټیټه غړۍ ښيي، په ټولنیزو رسنیو کې نقد شوې او خلکو پاکستان ته د طالبانو د اطاعت نښه ګڼلې ده.
دا زمونږ د صدر اعظم ناسته خو ډیره غیر ډیبلوماتیکه ده ، افغان که هر څومره مجبور شی ،خو سر چا ته نه ټیټه وی ، اورمیږ یی فولادی وی
ملا حسن د اطاعت پخاطر خپل مغزی کښته نه دئ نیولئ بلکه د تقی عثمانی فِقهی زده کړی تر ملا حسن اخوند لوړی دی او ملا حسن ته د خوټو د خریَلو چَل ور ښئی او ملا حسن هم لګیاء دئ تمرین کوی البته عثمانی خپله د پنجابی فقهی په اساس دا کار په ولاړی کوی. ( پر دې خلګو می مؤدبانه عبارات نه دی پیرزو نو ځکه د عفت خلاف کلمات کاروم ).
دوی ټول سر ټیټی دی دا ځکه چی له هر یوه څخه یی د مفتی عزیزالرحمن په شان ویډیو ډکه کړې په ضمن کی د دوی کورونه پنجاب کی ګرو دی ښځی به یی ورته وغیی چی بیځایه کار وکړی.