یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهملا هبت الله خپلو واليانو ته؛ د خلکو په لاس جوړ شوي...

ملا هبت الله خپلو واليانو ته؛ د خلکو په لاس جوړ شوي جمهوري قوانین نه،زما احکام عملي کړئ

تاند( چار شنبه ، د اسد ۵ مه) د طالبانو ادعا شوي امیرالمؤمنین ملا هبت الله اخندزاده ( چې د مرګ و ژوند او هویت په اړه ېې ګڼې ادعاوې او پوښتنې موجودې دي) ورته منسوبه یوه اعلامیه کې د طالب چارواکو په ادرس ځينې سپارښتنې اعلان شوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې نوموړي نن د طالبانو له والیانو او یو شمېر مشهورو ملایانو سره په کندهار کې لیدلي او خپلې سپارښتنې ېې ور اورولي.

مجاهد وايي، ملا هبت الله طالب چارواکو ته له ټینګار سره وویل، چې دوی به د خلکو په لاس جوړ شویو جمهوري قوانينو، د هغوی خوښې او خپګان يا بل څه ته نه ګوري او په بشپړ ډول به د شریعت د تطبيق لپاره د خپل امير ( ملا هبت الله) احکام عملي کوي.

د طالبانو ادعا شوي امیرالمؤمنین ته په منسوبو څرګندونو کې دا هم راغلي، چې نوموړي په تېرو شلو کلونو کې د اسلام او شریعت پر ضد او په بدل کې ېې د جمهوريت په پلوۍ د پراخو تبليغاتو د ترسره کیدو ادعا کړې ده.

سرچينه زياتوي، چې د طالبانو ادعا شوي عمومي مشر خپلو چارواکو ته دا هم ویلي، څو د خپلو مشرانو اوامر په ورین تندي عملي او د مشرانو اهانت ونه کړي.

طالب وياند وايي، په دې لیدنه کې ملا هبت الله اخندزاده د طالبانو يتيمانو او دغه راز د جمهوري نظام د منسوبينو یتیمانو سره د مرستې امر کړی او ویلي، چې هغوی ټول اوس د دوی« رعيت» دي او که د مرستې امکانات ورته نه لري، له ده نه دې غوښتنه وکړي.

د طالبانو ویاند نه ده واضحه کړې، چې د دوی ادعا شوي امیرالمؤمنین به دا امکانات له کومې بودیجې او په کوم اساس خپلو واليانو ته ورکوي؟

4 COMMENTS

  1. ځه نعلتي ته د مرداري يو اړخ او دانور تیر ښوي غله یې بل اړخ دي! په دواړو د نالت وي د سپوګنې زویه سترګې د لکه د غوایې رډې راوتلې دي نو دا دنجونو ښوونځي د ولې تړلي دي تف لانت !!

  2. دا خو نو ډېر کافر فرمان دی . ملا هبټ به له کوم قبر نه دا ټالبانوته لېږلی وي ؟

  3. حتمآ یی کومه پټه خزانه تر لاسه کړې. چی دا خرکُس به اوس په کوم جومات کی مراقبه وی؟ حرامی د مکتبونو په مورد هیڅ خوله نه ښوروی د دی لور کونه غی.

  4. د ده د ماستر (بادار) يا په نورو تکو د پاکستان قانون خو لارد ميكايل جور كرى او هغه مسلمان نه، بلکی نامسلمان برتانوي وو. هغه خو هم انسان جور كرى چی تر اوسه لا پر خپل حای دی، نو دی د حه شي خبره كوي؟
    د ده قانون چيرى دى؟
    دى خپله چی جا جور کری تر پستنی لاندی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب