شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهستانکزی: د ټولو افغانانو پر وړاندې د زده کړو د دروازو پرانيستلو«...

ستانکزی: د ټولو افغانانو پر وړاندې د زده کړو د دروازو پرانيستلو« جهاد» هم کوو

تاند( چار شنبه ، د اسد ۵ مه) د طالبانو د بهرنیوچارو د وزات سياسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي یو ځل بیا په دې ټېنګار وکړ، چې نجونو ته دې د زده کړې زمینه برابره شي.

نوموړي نن په هلمند کې د کجکي برېښنا بند د دویم فاز د پرانيستلو په مراسمو کې وويل:((هیڅ وخت یو هیواد له تعلیم پرته مخته نه شي تللی، او د دې تعلیم دروازه به اسلامي امارت انشالله ډېر ژر د افغانستان د ټولو اوسېدونکو پر مخ خلاصه کړي، دا هم لوی جهاد دی، چې وبه یې کړو.))

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو پر افغانستان تر بیاځلي واکمنېدو ورسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې تړلي دي او په کور دننه او بهر له ډېرو انتقادونو سره سره هم، تر اوسه یې په دې اړه د خلاصېدو پرېکړه نه ده کړې.

عباس ستانکزي دغه شان، د جمهوري نظام مخکینیو چارواکو او سیاسیونو ته چې له افغانستان بهر د طالبانو د حکومت مخالفت کوي په خطاب کې وویل، چې سیاسي مخالفت د افغانستان لپاره ګټه نه لري.

د طالبانو د حکومت مخالفین وايي، چې د دوی حکومت ټول ګډونه نه دی او بشري حقونو ته له دې ډلې، د ښځو او نجونو، په دې کې بیا د دوی د کار او زدکړې، د بیان ازادۍ او نوروته ژمن نه دي.

هغه څه، چې نړیواله ټوله او د بشري حقونو سازمانونه هم پرې ټینګار کوي، خو طالبانو تل د ادعاوې رد کړې دي.

ښاغلي ستانکزی دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې د یونما د راپور پر بنسټ ، چې د جولای میاشتې په شلمه خپور شو، طالبان پر افغانستان د بیا واکمنېدو له نېټې د ۲۰۱۱ میلادي کال د جون میاشتې تر ۱۵ مې د افغانستان د مخکیني حکومت د ۱۶۰ چارواکو له محاکمې پرته وژنې عاملین ګڼل شوي، هغه څه چې طالبان یې ردوي.

د طالبانو د عباس ستانکزي په ګډون ګڼو چارواکو د دوی له بيا واکمنيدو وروسته، شاوخوا یو کال کیږي چې بيا- بيا د نجونو د تړل شويو ښوونځيو د پرانيستلو وعدې ورکړي، خو په دې برخه کې کوم عملي اقدام نه دی اخیستل شوی.

1 COMMENT

  1. ما شاء الله ډېر ښه جهاد دې کړی دی.
    خپلې لوڼې دې چېرته درس وايی؟
    او ډله دې څه راخېستې دي؟
    دېته جهاد وايی؟
    جهاد خو دې وکړ چې د نورو لپاره دې خپل روغ حکومت او سيستم له اردو، پوليسو او ملي بنسټونو هر څه سره مو ونړولو او د ډيټا کمپيوټرې پاکستان له ځان سره يووړې، نو ما شاء الله چې ډېز ښکلی جهاد دې کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب