شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهچین له ترانس- افغان اورپټلۍ پروژې سره خپله همکاري اعلان کړه

چین له ترانس- افغان اورپټلۍ پروژې سره خپله همکاري اعلان کړه

تاند( چار شنبه ، د اسد ۵ مه) د افغانستان لپاره د چين ځانګړي استازي یو شیائو یونگ له ترانس- افغان اورپټلۍ پروژې څخه د دغه هېواد ملاتړ اعلان او وويل، چې له عملي کیدو سره به ېې همکاري وکړي.

‏‏‏‏نوموړي دا پروژه د مرکزي او جنوبي اسیا د وصل لپاره مهمه پروژه وګڼله.

چینایي استازي په تاشکند غونډه کې، چې د افغانستان په اړه جوړ شوی و وویل:« په افغانستان کې د ګواښونو او ننګونو پراختيا د سیمې او نړۍ پر امنیت هم منفي اغېز کولای شي.»

د چین ځانګړي استازي په افغانستان کې حاکم بشري ناورين ته په اشارې ویلي، چې نن ۲۳ ميليونه افغانان کافي خواړه نه لري او دا وضعیت د القاعدې په ګډون مختلفو نړيوالو ترهګرو ډلو سره د افغانانو د یو ځای کیدو سبب کیدای شي.

د یادونې وړ ده، چې ترنس- افغان اورپټلۍ پروژه د ترمذ- مزار شريف او کابل- پېښور تر منځ د اوسپنې پټلۍ لاره برابروي.

چینایي استازي نه ده په ډاګه کړې، چې له دغې پروژې څخه به ېې ملاتړ په کومه بڼه وي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو او پاکستان د اړیکو منتقدین طالبان په سیمه کې د پاکستان د نورو اهدافو تر څنګ د اقتصادي اهدافو د پوره کیدو لپاره ېې په هڅو تورنوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب