شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهد پاکستان اقتصادي بحران: حکومت اعلان وکړ چې د روپۍ د ارزښت...

د پاکستان اقتصادي بحران: حکومت اعلان وکړ چې د روپۍ د ارزښت ټینګولو لپاره برېښنابرېښناکوټونه خرڅوي

تاند(چهارشنبه. د اسد ۵مه) پاکستان نن اعلان وکړ چې د خپل هېواد د اقتصاد او کرنسۍ د ارزښت د راټینګولو لپاره خپل دوه د برېښنا کوټونه (پاور پلانټس) خرڅوي.

پاکستانۍ رسنۍ د خپل هېواد د چارواکو له قوله وایي چې د دغو سټېشنونو د خرڅانه په بدل کې به پاکستان ۲ میلیارده ډالر ترلاسه کړي،‌ او په دې هکله د حکومتونو تر منځ معامله باندې کار روان دی.

د پاکستان ای آر وای نیوز څو دقیقې مخکې د چارواکو له قوله وویل چې دغه بندونه په یوه خلیجي هېواد باندې خرڅوي.

خرڅېدونکي سټېشنونه یا پاور پلانټونه د حوېلي بهادرشاه پاور پلانټ او بلوکي پنجاب پاور پلانټ چې په ترتیب سره ۱۲۷۷ او ۱۲۷۶ میګاواټه برېښنا تولیدوي، په نومونو یادیږي.‌

دغه تلوېزیون وایي چې پاکستان د برېښنا د سټېشنونو تر څنګ، د او جي ډي سي اېل (د تېلو او ګازو انکشافي شرکت) په شمول د تېلو او ګازو په درې کمپنیو کې خپلې ونډې هم خرڅوي.

کارپوهان د پاکستان لپاره چې ځان اتومي ځواک بولي او د اداري فساد په نړۍ وال لست کې په تر ټولو ټیټه درجه کې راغلی دی، دا کار د شرم وړ بولي.

ویل کیږي چې پاکستانۍ روپۍ د تېرو ۴ میاشتو په ترڅ کې د یوه ډالر په بدل کې خپل ارزښت ۵۵ روپۍ له لاسه ورکړی او نن د پاکستان جیو نیوز ولیکل چې یو ډالر په ۲۳۷ روپیو په بانکونو کې تبادله شو، خو په ازاد بازار کې د ډالر نرخ تر ۲۴۶ روپیو پورې رسېدلی خو د کابل شهزاده سرای کې یو ډالر په ۲۴۹ او د غزني د صرافۍ مارکېټ کې په ۲۵۰ روپیو خرڅ شو.

پاکستانۍ کلداره د افغانیو په بدل کې هم په ګونډو شوه او ‍۱۰۰۰ پاکستانۍ کلدارې په ۳۷۵ افغانیو تبادله شوې.

کارپوهان وایي چې پاکستان مجبور دی چې په را روان یوه کال کې دننه ۴۱ میلیارده ډالر خپلو پوروړو ته ورکړي، په داسې حال کې چې په کور دننه نه دومره عواید جوړولی شي او نه څوک قرض ورکوي او ډېره اندېښنه شته چې اقتصاد یې د سریلانکا په څېر وشړېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب