Homeخبرونهيوناما: هیڅوک جنګ نه غواړي، ټول په افغانستان کې ټول شموله حکومت...

يوناما: هیڅوک جنګ نه غواړي، ټول په افغانستان کې ټول شموله حکومت او ملي پخلاينه غواړي

تاند( چار شنبه ، د اسد ۵ ) ‏‏‏‏په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي د دفتر یوناما سرپرست مارکوس پوتزل په تاشکند کې د افغانستان په اړه د تر سره شوي دوه ورځیني کنفرانس هرکلی کړی.

نوموړي ويلي، چې د يادې غونډې تر سره کیدل ښیي، چې ټول د افغانستان د جګړې او انزوا خلاف دي او هڅه کوي، چې په دغه هېواد کې ټول شموله حکومت او پخلاینه حاکمه شي.

د تاشکند غونډې له ترسره کيدو وروسته د طالبانو وياندويانو دا غونډه د طالبانو لپاره بریالۍ وبلله، خو په غونډه کې د نړیوالو بنسټونو او مختلفو هېوادونو استازو ټینګار درلود، چې په افغانستان کې دې ټول شموله حکومت رامنځته او له ټولو ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرې کیدو ډاډ ورکړل شي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي بیا د طالبانو د يوه مطبوعاتي مبلغ د ټویټ په غبرګون کې ویلي، چې افغانستان دمګړۍ کوم رسمي حکومت نه لري او د تاشکند غونډې ټولو ګډونوالو طالبانو ته د « حکومت » نه ، بلکې د « طالبانو» خطاب کړی دی.

د ازبکستان د تاشکند غونډه، چې پرون د دوو ورځو لپاره د افغانستان په اړه تر سره شوه، د طالبانو د پلاوي تر څنګ د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ټام ويسټ او د شاوخوا شلو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو استازو ګډون کړی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...