شنبه, اپریل 20, 2024
Homeخبرونهپنجشېر کې ۳ تنه له مقاومت ډلې سره د تړاو په تور...

پنجشېر کې ۳ تنه له مقاومت ډلې سره د تړاو په تور نیول شوي

تاند:( یکشنبه، د حمل ۲۸ مه) ‏‏ ‏په پنجشېر کې د طالبانو ځايي چارواکو ويلي، چې ۳ تنه يې د پنجشېر مقاومت وسله والې ډلې سره د تړاو په تور نيولي دي.

په پنجشير کې د طالبانو د والي وياند ابوبکر صديق ویلي، چې ياد شوي کسان له خنج ولسوالۍ څخه نيول شوي او پلټنې ورڅخه روانې دي.

د هغه په وينا، که په نیول شویو کسانو له مقاومت ډلې له سره تړاو ثابت شي، محاکمه او که ثابت نه شي، را خوشې به شي.

په نورو راپورونو کې راغلي، چې طالبانو نن ۱۲ تنه نور هم په پنجشير کې له مقاومت ډلې سره د تړاو په تور نیولي دي.

طالبانو د دغو ۱۲ تنو د نيولو په اړه څه نه دي ويلي.

ځينو ځايي خلکو بیا نیول شوي کسان بې ګناه او د جمهوري نظام ټیټ پوړي منسوبين ګڼلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب