جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهفاروق اعظم: ط تر ډېرو پخوانيو حکومتونو ښه او بدیل یې لنډه...

فاروق اعظم: ط تر ډېرو پخوانيو حکومتونو ښه او بدیل یې لنډه غر دي

تاند:( یکشنبه، د حمل ۲۸ مه) ‏‏ ‏د طالبانو يوه مشهور مدافع ډاکټر فاروق اعظم په هغو څرګندونو تود بحث رامنځته کړی، چې ویلي:« اوسنی امارت تر ډيرو پخوانيو حکومتو ښه دی.»

ښاغلی اعظم زياتوي:« د خلقيانو ترحکومت ډير ښه دي، د مجاهدينو تر حکومت، د دوی تر تير امارت او د تير شل کاله په نسبت ښه دي. مثبت کارونه يی تر منفی ډير دي. د کار اراده لري. بديل يی لنډغر دي. دا فرصت بايد غنيمت وګڼو. کمزوريو ته يی بايد د اصلاح په منظور ګوته ونيسو».

د فاروق اعظم دغو څرګندونو ته په ټولنیزو رسنیو کې په پراخه کچه توند غبرګونونه ښودل شوي.

د افغانستان د ملي امنيت شورا پخواني وياند مولانا رحمت الله اندړ نوموړي ته په ځواب کې لیکلي:« ‏فاروق اعظم صيب!چې اساسي قانون نه لري، امير يې د ولس لخوا په ټاکنو، د بيعت له مخې يا د لويې جرګې له لارې نه وي ټاکل شوی، له رئيسه تر وزيره يواځې ملا مقرر وي، محکمې هم صحرايي وي… څنګه امارت ورته وايې؟که ته له لنډه غرو ډارېږي، خو همدا اوس هم نږه لنډه غرې ده، څه توپير يې دی؟»

‏د پکتيا پخواني والي محمد حليم فدايي بیا په دې اړه داسې غبرګون ښودلی:« د ډاکټر فاروق اعظم دا روایت جوړول چې داوسني امارت بدیل لنډغر دي، دډېر افسوس خبره ده.دا دقومي عینکو ملي مسایلو ته کتل دي.داوسني امارت بدیل یو ملي مشروع،منتخب حکومت دی چې خپل مشروعیت دپنجاب/ټوپک دميل پرځای له ولس واخلي.لوی لنډغرېزم دادی چې ټوله تګلاره یې سوټی/کېیبل وي.»

د طالبانو يو شمېر پلويانو بیا د فاروق اعظم د څرګندونو هرکلی کړی او ویلي، چې ريښتيا هم د طالبانو له پرځولو سره به پخوانۍ شمال ټلواله حاکمه او په لنډه غریو لاس پورې کړي.

5 COMMENTS

  1. اصلاً موږ ته په میراث را پاتی ( یا ووایو موږ ته اِلقاء سوئ ) غلط ذهنیت دا دئ چی:
    مسکینان خلګ یو خو چی کَلَوښه یا جامې مو څیری سی ددې پر ځای چی هغه وګنډو یا ورَغوو په نورو نوو ئې بدلوو او د بده مرغه همهغه نوی کَلَوښی یا جامې را باندی تنګی وی یا باندی پراخی او ترې راضی نه یو.
    بله اخلاقی ستونزه ( چی دا هم را باندی تپل سوې او تحمیل سوېده ) دا ده چی < نسبیت 》ته سخت معتقد یو او 《 قیاس 》 را ته محترم او د پام وړ دئ حال دا چی موږ باید ددې شوم سرنوشت خاوندان نه اوسو چی مثلاً فلانی وضعیت تر فلانی وضعیت غوره وګڼو او یا دېته اړ سو چی د 《 بد 》او 《 بدتر 》 تر منځ همهغه 《 بد 》انتخاب کړو بلکه موږ باید د 《 بهترین 》وضعیت درلوونکی واوسو.
    امّا اصل مطلب:
    طالب که ښه دئ یا بد 《 چی البته ښه خو اصلاً نه دئ 》نه زموږ انتخاب دئ او نه موږ راوستئ او پر ځان حاکم کړیدئ بلکه نورو راباندی مسلط کړیدئ او ممکن نور ئې بیرته د خپل مصلحت په اقتضاء په ډګه ووهی.
    د استعمارځپلو ټولنو خاصیت همدا دئ چی استعمارګران ور ته ډول ډول ( معمولاً بد او بدتر ) بدیلونه ور ته ترسیموی او د هر یوه څخه پر خپل وخت او ځای کار اخلی.
    طالب او د طالب خواخوږی که پدې باور وی چی وولسی محبوبیت او ریښه لری نو باید د وولس ژورو غوښونو ته ژوره پاملرنه وکړی ( چی البته دا ګړی خو دا مسئله فقط یو سُراب دئ ضمناً طالبی رژیم به سَرب غوندی درانه وی خو سَرب غوندی نرم نه دی او فقط دروندوالئ ( تمامیت غوښتنه او تکبر ) ور ته د مشروعیت معیار ښکاری حال دا چی داسی نه ده.
    وروستۍ خبره:
    لندن د شیطان بچی خوشی د اروپائی اتحادئې څخه نه ووت، زموږ د سیمی لپاره پراخ پراخ شوم پلانونه په کَله کی روزی او روزلی ئې دی.

  2. يونظام په بخښنې سره نظام خو نه شو ورته ويلاى يوه حاکمه ډله چې دهيواد دتعليمي سيسټم نظم اودوخت دشرايطو تقاضا ته متعهيده نه وى دهغه نه څه توقع کيداى شې ؟

  3. سلامونه،
    زه د ډ.صاب فاروق اعظم په ډیرو نظریو موافق یم؛ مګر د ظاهر خان او داوود خان له حکومتونو نه ښه نه دی!
    ط.ط. دې دا د الله تعالی لوریینه او غنیمت هر شی نه ګڼي! جهاد خو فی سبیل الله وي او ډیري شهیدانو کړی وي.دڅوکیولپاره نه وي!
    .+ او – پایڼټونه دې ولس او جهانیانو ته په ډاګه کړي.څې بانې ختمې کړي۰
    د کار پراخه شرایط باید ځوانانو ته که د پوهې او علم د زده کړو موسسو په بیا فعالولو او که د شخصي او دولتي سکتورونو کې عملي او تجربي کارونه وي مهیا کړي ، (د ځوانانو او مغزونو له فرار څخه مخنیوی وکړي)
    که د ولس لاس دط.ط. سره نه وای آخري بری به خدایزده په څومره ۱۹۹۲ کورنیو او څونه ۹/۱۱ دسیسو وینو تویولو ختم سوی وآی؟؟
    راغلو د کمزوریو یا – ټکو ته د اصلاح ګوتنیونو ته باید ط.ط.ط. غور او دقت وکړي. زه نه وایم لکه فوهاند جلال یا ځینو نورو دستوري منتقدینو … مګر د هغو متجربو وطن دوستانو او بې پرې پوهانو، علماوو ا.د.ن. سالمو انتقاداتو ته غوږ ونیسی او ویلولي او اصلاح شي:
    مثال د ولس (حقوق العباد) هغه لوټ سوي او غصب سوي مادي او معنوي دارايي ګانو احتساب له مفسدینو؛قاتلینو او … سره
    ..له ملي ارزښتونو لکه ملي مسلحې قواوې، ملي بیرق،ملي سرود، ملي کلتور او ملي موسیقي له الف تر یا د وګړو وړاندیزونو ته توجه او په عملي میدان کې ېې تطبیقول
    -تل تر تله پر باندنیو مرستو تکیه نه کول او خپل جنتنښان وطن له سرچینو ګټه اخیستل او آبادول
    -ټوله تمرکز د ښځمنو عاجزه وو پر بې تعلیمه او بیکارو پریښودلو ونه سي ؛تر څو د نړیوالو بهانې ختمې شي. البته منفورو او مفسسدینو مفسداتو ته په اَ.اِ.اُ کښې باید اجازه نه وي صرف له عمومي عفوء څخه په سوء استفاضه!!!!.
    وما علینا الا البلاغ. فاعتبروا یا اولې الابصار۰

  4. په نړي کي خو د ښاغلی اعظم د يوه هيواد نوم واخلي چي هلته د نجونو ښوونځي منع او تړلي وي، لري به نه ځو دايران ملايي سيستم چي دا څلويښت کاله په قدرت کي دي نجوني هلته نه يواځي چي ازادي ښوونځي او پوهنتون ته ځي بلکه په خپلو رشتو کي هم کار کوي. د ايران ملايي سيستم له انتخابتي لاري بيعت تر لاسه کړی. تاسي کولایچي د طالبداسي يوه نښه وواياست؟
    ښاغلي اغظم په دومره پوه بايد لږ تر لږه يو څو فکتونه خو ياد کړيوای(کوم چي نشته) چي طالب کومي لاس ته راوړني لري دا کيفايت نه کوي چي جنګ پاي ته ورسيدو، طالب د خپل لارښود له لياري قدرت ته ورسول شو او اوس د د خپل لارښود پلانونه کاروي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب