تاند:( یکشنبه، د حمل ۲۸ مه) د سوداګرۍ او صنعت وزارت ويلي، چې افغانستان تېر کال د څه باندې ۳۵ میلیونه ډالرو په ارزښت انځر صادر کړي.
ياد شوي وزارت په دغه کال کې د صادرو شويو انځرو کچه 7.155 ټنه او ټول عايد يې 35 میلیونه او 414 زره او 692 ډالره ښودلې ده.
مخکې دغه وزارت ويلي وو، چې تېر کال افغانستان د څلور پنځوس میلیونه ډالرو په ارزښت توره جلغوزه او د سل میلیونه ډالرو په ارزښت هينګ بهرنيو هېوادونو ته صادر کړي وو.
د راپورونو له مخې، کندهار، هرات، هلمند، زابل، فارياب، بلخ او ارزګان هغه ولايتونه دي چې انځر پکې ډیر توليديږي.
متحده عربي امارات، کاناډا او يو شمېر اروپايي هېوادونه د افغانستان د انځرو له لويو پېرودونکو هېوادونو څخه دي.