Homeخبرونهمنظور پښتین پر افغانستان د پاکستان بمبارۍ ته توند غبرګون ښودلی

منظور پښتین پر افغانستان د پاکستان بمبارۍ ته توند غبرګون ښودلی

تاند:( یکشنبه، د حمل ۲۸ مه) ‏‏د پاکستان تر حاکمیت لاندې سیمو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ رهبر منظور پښتین پر افغانستان د پاکستان د هوايي ځواک د وروستيو بمباريو په اړه توند غبرګون ښودلی.

ښاغلي پښتین په یوه ټویټ کې لیکلي:« په جنګ کې د ښځو، ماشومانو او بېګنا خلقو وژل جنګی جرم دې.‏په افغانستان کې د پاکستان له خوا شوی بمبارونو کې د ښځې او ماشومانو د شهید کولو خبرونه افسوسناک دی
‏د دې ټول جنګ وجه د پاکستان سټریټیجیک ډیپت پالیسې دی.»

‏د پښتون ژغورنې غورځنګ رهبر زیاتوي:« د لسیزو راهسې روان جنګ ته له دې پای ټکی نشته.‏نور دې د پښتنو په خاوره جنګ بند شي.»

د پاکستان هوايي ځواک اوړمه شپه پر خوست، کونړ او پکتیکا ولایتونو بمبارۍ وکړې او په دې بريدونو کې د پاکستان د طالبانو تحريک د شاوخوا ۳۰ غړو د وژلو ادعا وکړه.

افغان سرچينو د وزيرستاني کډوالو په لوی ګډون په دې پېښو کې د شاوخوا ۴۰ تنو د وژل کيدو خبر ورکړ.

د کونړ ځینو خلکو ويلي، چې په وژل شويو کسانو کې د څو ماشومانو په ګډون د يوې کورنۍ څو غړي شامل دي.

پاکستاني چارواکو له دې پېښې وروسته په اسلام اباد کې د طالبانو د سفارت سرپرست هم احضار کړی او ادعا یې کړې، چې ګواکې د پاکستان پر پوځيانو په جنوبي وزیرستان کې وروستي بریدونه د پاکستان تحریک طالبان له افغانستان څخه تر سره کړي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي بیا په کابل کې د پاکستان سفير منصور احمد خان د ياد شوي بمبارۍ له کبله ور غوښتی او د طالبانو د حکومت اعتراض یې ورسره شريک کړی دی.

ياد شوي بریدونه او په اړه یې د طالب چارواکو داسې څرګندونې په پراخه کچه د افغانانو توندو غبرګونونو سره مخامخ شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...