شنبه, اپریل 20, 2024
Homeکلتورمراد شینواری وفات شو

مراد شینواری وفات شو

د حمزه بابا مشر زوی مراد شینواری د ورپيښي ناروغۍ له امله په پيښور کي په ۸۵ کلنۍ ومړ.«د شينواري مړيني په کندهار کي د ادب مينه وال په سرو اوښکو کښېنول.»

په شعرونو کي ئې غزلونو زما په زړه منګولي ښخولې، يوازي زما پرزړه نه، بلکي د هرهغه چا زړه ته ئې دغزل شاپېرۍلار کول چي مطلق يو ځل ئې دده غزل اورېدلې واى.

داځکه چي دده په خټه کي د يوه داسي شاعر پلار وينه په غورځنګ وه چي له خوشحال خان خټک څخه وروسته ئې د پښتو غزل اننګو ته سرخي ورکړې ده.

ستا په اننګو کي د حمزه د وينو سره دي——- ته شوې د پښتوغزل ځوان زه دي باباکړمه.

بلې هو حمزه شېنوارى يادوم. د خداى کارونه دي د پښتو ژبې هغه نازکخيال شاعر(حمزه بابا)هم له نن څخه ١٨کاله مخکي په همدغه ورځ ۱۹۹۴کال د فبرورۍ پر ١٨نېټه له دې فاني نړۍ سره په مخه ښه کړې وه.

د شعر، ادب او کلتور مينانو ئې د همدې ورځي له پاره د ويرټغرغوړاوه چي د بل غم ږغ پر وسو«مراد شينوارى هم د ور پېښي ناروغۍ له امله په حق ورسېد.»

مرګ حق دى او هيڅوک که پاچا دئ که ګدا، له دغه پور څخه ځان نه سي ژغورلاى.
په دې اړه پاک خداى (ج) پخپل سپېڅلي کتاب قران عظيم الشان کي په ښکاره فرمايلي دي «هرژوندى څکوونکى د مرګ دى.»

وخت پوره سو، مراد شينوارى چي نږدې دوې مياشتي د پېښور د شېرپاو په روغتون کي د ورپيښي ناروغۍ له امله پر بسترپروت وو، خپل پور ئې اداء او ټول د ادب مينه وال ئې په سرو اوښکو پرېښودل.

مراد شېنوارى د پښتو پرشاعرۍ سربيره په اردو ژبه هم ښه خوندوره شاعري کوله.
د شاعرۍ ترڅنګ نوموړي د پښتو فلمونو له پاره هم په خپل وخت کي داسي په زړه پوري کيسې ليکلي وې چي په هره کيسه کي ئې د پښتنو په وړاندي پرتې ستونزي غبرګي کړي دي.

پردې سربيره يوشمير زاړه پښتو فلمونه هم د نوموړي په سندرو سره د ليدونکو زړونو ته لار پيداکړې وه، په دې لړکي موږ د بنګړي او هتکړۍ، زخمونه او نور فلمونه يادولاى سو.

زموږ دغه په مراد رسيدلى شاعر درې چاپ (د خيبرادب، آينه او پلوشې) اوځيني نور ناچاپ اثارهم خپلو پښتنو ته پرې ايښي دي.

ويل کيږي چي نوموړي د پېښور په راډيو کي د کار کولو تر څنګ د پېښور د پوهنتون په کتابتون کي هم دنده سرته رسولې ده.

په کندهار کي د هيواد کلتوري ټولني مسئول واصل حسنيار، مراد شينوارى د خپل وخت يو له هغو شاعرانو څخه ګڼي چي د دوو ژبو د شاعرۍ ترڅنګ ئې د ليکوالۍ په ډګر کي هم په لوړ معيارسره قلم چلولى دئ.

«د مراد شينواري مړينه به ترډېره د پښتو په ادبي ډګرکي له ياده ونه وزي اوهرکله به دده پر شاعرۍ او ليکوالۍ د ادب نغرى تود وي.»

د مراد شينواري هرکلام د څو ځله ويلو وړتيالري. خو زه ئې د يوغزل يوازي دا دوه بيتونه له تاسو سره هم شريکوم تر څو تاسو هم راسره موافق سئ چي مراد شينواري په رښتيا هم د شعر په کوه قاف کي له ډېره وخته بلد او پر ډېرو کږليچونو ئې ځان خپل مرادته رسولى وو.

زلفي پر اوږو باندي اړوي را اړوي، ما پر سرو لمبو باندي اړوي را اړوي.
نور د يار د سترګو به ووايمه څه درته، زړونه پر بڼو باندي اړوي را اړوي.

په لنډه توګه يادونه کولاى سم چي د مراد شينواري له نوم او شاعرۍ سره نه يوازي د يوې سيمي، بلکي د ټولو سيمو پښتانه ادبپال اشنا او د هر يوه په زړه کي ئې د ميني يوه ځانګړې ماڼۍ ودانه کړې ده.

په کندهار کي ټول قلموال، شاعران، ليکوالان او ژورناليستان د نوموړي مرګ لويه ضايع ګڼي، کورنۍ ته ئې د جميل صبر او مرحوم شينواري ته جنتونه غواړي.

روح دي ښاد او کورنۍ دې له نورغمه ليري وي.

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب