یو څه بې لارې کس که ټوکي او خوش صبحته وي، په خلکو چندان بد نه لګیږي. هغه څوک چې زه یې دلته « شریف» بولم، همداسې کس دی. شریف ته څو کاله پخوا د حج کولو شوق ورپیدا شو.
حاجیان چې راستانه شي، د حج کیسې کوي. حاجي شریف ویل، د شیطانانو د ویشتلو لپاره مې چې څنګه ګاټو ته لاس وغځاوه ، شیطان را باندې اواز وکړ: شریفه ته هم!
دلته د شیطان خبره یوه جمله ده خو فعل پکې ناویلی پاتې دی. جمله ځکه ده چې مخاطب د معنا په اخیستلو کې نیمګړتیا نه احساسوي. که زه ولیکم:« د جمعې په مازدیګر چې وروسته له ورزش کولو کور ته راغلم او ملګري مې ولیدل…» اورېدونکی معنا نیمګړې ګڼي او د خبرې د بشپړېدو منتظر پاتیږي. د معنا د بشپړولو لپاره فعل ضروري دی. دلته فعل څه چې فعلونه شته خو خبره لا نیمګړې پاتې ده او جمله بشپړه نه ده.
په دې لیکنه کې په داسې جملو خبرې کوو چې فعل پکې نشته مګر مخاطب ته خبره بشپړه رسیږي، یعنې مخاطب پخپله پوهیږي چې د فعل په شمول کومې کلمې ناویلې پاتې دي. د شیطان د خبرې اورېدونکی پوهیږي چې شیطان دغسې یو څه وایي: شریفه ته هم، چې زما زوړ انډیوال یې، ما په په کاڼو ولې؟
که ماشوم له مور سره د چاړې د نه اخیستلو ژمنه وکړي او بیا ژمنه ماته کړي، مور یې ممکن ورته ووایي: بیا! دغه ( بیا) بشپړه معنا رسوي او د دې خبرې معادل ده : بیا دې چاړې ته لاس وروړ! ځکه خو ویلای شو چې دغه ( بیا) چې د پوره جملې نقش تر سره کوي، جمله ده.
د بې فعله جملو استعمال مختلف عوامل لري. د حاجي شریف په ټوکه کې بې فعله جملې هنري دنده تر سره کړه. د ټوکو او طنزي حکایتونو یوه ځانګړنه دا ده چې وروستۍ او اصلي جمله یې چې د خندا سبب ګرځي، تر وسه وسه لنډه وي. دغه لنډون مخاطب ته فرصت ورکوي چې د خبرې د بشپړولو لپاره خپل فکر په کار واچوي. کله چې لوستونکی او مخاطب د معنا په تکمیل کې برخه اخلي، د معنا خوند او اغیز ډیریږي. بنیادم له هغه څه سره لا زیاته دلچسپي پیدا کوي چې خپله پکې شریک شي.
بې فعله جملې چې د ولس په ژبه کې زیاتې وي، په لیکنو کې د ژوندۍ ژبې رنګ او خوند پیدا کوي. د استاد شپون او ماسټر کریم مرحوم په لیکنو کې دغه ډول جملو ته توجه د هغوی د نثرونو د ولسي رنګ او خوند یو عامل دی.
په ( و نه و یو شپون) کې لولو:« صندلۍ ته خوګياڼيوالو چرګۍ ويله، بس مينځ كې نغرى، پكې غټې سكروټې، په خوږلن پټې.»
هغه کسان چې د فلم سناریو، ډرامه یا د کیسو مکالمه لیکي او یا د خپلو نورو لیکنو ښکلا ته زیات پام کوي، د بې فعله جملو په ځای استعمال یې ښه پکارېدلای شي.
په ځای استعمال دا معنا چې د نثر وضوح ته صدمه ونه رسیږي او د پښتو جملو په هغو جوړښتونو کې استفاده ورڅخه وشي چې د فعل حذف پکې امکان لري. دغه راز د خبرې هغه چاپیریال باید وپیژنو چې بې فعله جمله پکې استعمالیږي. زما د همدې پاراګراف په لومړۍ جمله کې له ( معنا) څخه وروسته د ( لري) فعل حذف شوی دی. داسې ځکه شوي دي چې په ځینو هغو جملو کې چې په ( دا) پیل کیږي، د فعل د حذف امکان شته. یوه خونکار او بې همته سړي ته ممکن ووایو: دا یې ستا پښتو! یا : دا یې ستا مسلماني! دا خبره مو شاید زیاته اورېدلې وي چې : دا زه او دا ته، ما کله ویلي دي؟ مشهور متل دی چې: دا ګز او دا میدان.
هغه مرکبې جملې چې په یو فرض پیل کیږي، په ګڼو مثالونو کې یې د لومړۍ برخې د فعل د حذف امکان شته. لکه دا خبره چې« داسې به وګڼو چې زه ملامت یم، مګر دی هم باید خپله پړه ومني» دا رنګه هم کوو:« دا یې زه ملامت، مګر دی هم باید خپله پړه ومني.» او دا یې بل معادل دی:« زه یې ملامت، مګر دی هم باید خپله پړه ومني.» متل دی وایي:« موږ یې ګناهګار خو دی دې خدای راجوړ کړي.»
د استاد شپون په مثال کې بې فعله جملې ځکه غیرطبیعي نه دي چې د لومړۍ جملې [ صندلۍ ته خوګیاڼیوالو چرګۍ ویله ] لپاره د توضیح نقش لري. په تاریخ مرصع کې لولو:« شپږ ښه ځوانان د خټکو په کار راغلل: دوه مهمندي، یو ببر، یو سیني، یو د کډې اسماعیل خېل، بل هم مېږه خېل.» ما له ( راغلل) څخه وروسته د شارحې (:) علامه کیښوده خو پخوانو له دې سره سره چې د شارحې علامه نه پيژندله، په ځینو توضیحي جملو کې فعل نه راوړ.
د استاد شپون د بې فعله جملو په سر کې د ( بس) کلمه راغلې ده. که دغه ( بس) نه وای بیا به هم د فعل حذف یو څه غیرطبیعي ښکارېده. دا چې ولې داسې ده، تحقیق غواړي. که یو څوک خپلې خبرې تمامې کړي او بیا ورته ووایو چې نور؟ دی شاید داسې ځواب راکړي: بس همدومره! یعنې همدومره خبرې کافي دي.
کله چې د جملو تر منځ د څپو د تعداد له درکه، یا د معنا له اړخه یا د قافیې په حساب او یا د کلمو له جهته یو تناسب او مشابهت وي، د فعل د حذف امکان زیاتیږي. د استاد شپون په مثال کې د دریو بې فعله جملو تر منځ دغسې تناسب شته: بس مينځ كې نغرى، پكې غټې سكروټې، په خوږلن پټې.
د تاریخ مرصع دا جمله زما د ادعا یو بل مثال دی:« لس شل جاهلان په یوه پسې، لس شل په بل پسې.»
پخوانو متل کړی دی : چې نه کار په هغه څه کار. دلته هم د دواړو غاړو تر منځ د قافیې او آهنګ تناسب د فعل حذف آسانه کړی دی. البته، په دې مثال کې د جملې سوالیه انداز د فعل د حذف یو بل دلیل دی. موږ وایو: څه؟ په څو؟ ستا یې څه؟ په دغو جملو کې سوالیه انداز د فعل حذف ممکن کړی دی. خوشحال فرمایي:
زه څه خدای په ښکلي مخ باندې میین دی
ګوره احسن القصص په استدلال
خوشحال د ( زه لا څه یم) په ځای ځکه ( زه څه) راوړي چې په سوالیه حالت سربیره د تعجب په حالت کې او په ځینو نورو حالتونو کې چې د متکلم عواطف پارېدلي وي، د فعل د حذف امکان شته.
په شعر کې د وزن د اړتیا په وجه ممکن په ډیرو نورو ځایونو کې فعل حذف شي خو له ( څه) څخه وروسته د فعل د حذف مثالونه په نثر کې هم کم نه دي.
په غزني کې یو بوډا ربابي و، پیرغلام نومېده. دی به په ژمي کندز ته راته او رباب به یې غږاوه. ما په ماشومتوب کې د یوه چرسي کیسه ورنه اورېدلې وه. ویل یې، یوه ورځ د ریبل شویو غنمو په پټو کې روان وم چې اواز راباندې وشو: پلاله ده، ملاله ده، ولاړه ده، خوشحاله ده، مه، مه، مه، مه!
په پوله باندې ناست چرسي وېرېدلی و چې هسې نه په سپیره پټي کې ولاړه پلاله ( سواره، دروزه) مې تر پښو لاندې شي. دی چې نشه و، پلالې ته یې په څه بله سترګه کتل.
چرسي د ( مه کوه) په ځای ( مه) وویل او جمله یې ځکه ناسمه نه راښکاري چې د وارخطایي، قهر یا حیرانتیا په حالت کې هم کله نا کله فعل حذف کوو. د خطر په وخت کې ممکن د ( منډه وکړئ! ) په ځای ووایو: منډه! منډه! دغه راز د قهر په حالت کې ممکن چیغه کړو چې : چوپ!
په تاریخ مرصع کې لولو:« دا سګ عجب چې لا تر اوسه په یوسفزیو کې چا نیست و نابود کړی نه دی.»
خوشحال فرمایي:
ښه خو دا چې د چا نوم پکې یادیږي
په فاني دنیا به نه وي ژوندی تل څوک
دلته د ( دا ښه ده) په ځای ( دا ښه) لولو او یوه وجه یې دا ده چې که د ( دا ) اشاري صفت د جملې د مسند الیه په ځای راشي نو دا امکان شته چې فعل حذف شي. بله وجه یې دا ده چې که یو شی تر بل شي ښه ګڼو، هغه وخت هم د فعل د حذف امکان ډیریږي.
د چارسدې د مولانا محمد اکبر خادم یوه قصیده مې ( چې شاید اوس په اسانه پیدا نه شي) یو وخت اورېدلې وه چې د دویمو مصرعو جملې یې بې فعله وې. دوه بیته یې زما په حافظه کې پاتې دي:
قرآن ایښی دوی د ښکار لپاره دام دی
له دې دامه په څه چل راوتل لا ښه
دنیا کښت د اخرت دی نبي وایي
د ږلۍ فصل کې مال څرېدل لا ښه
په تاریخ مرصع کې لولو:« هر چې په پښتانه کې جاهلتر هغه د ده معتقد و.»
د ماسټر کریم په ( ځولۍ ګلونه) کې یو نیول شوی جنایتکار نورو بندیانو ته د ځان د سپینولو لپاره وایي:« خدای شته او تل به وي چې نه خبر، نه اتر، خاص په دښمنۍ راسره شوي دي.» له سوالګرو څخه اورو:« قسم که د ماښام ډوډۍ لرم.» د ماسټر کریم مرحوم په مثال کې د ( یم ) فعل [ نه خبر نه اتر یم.] او د سوالګر په مثال کې د ( دی) فعل[ قسم دی که د …] حذف شوي دي. د قسم له یادولو وروسته د فعل د حذف مثالونه کم نه دي.
د یوه حالت د بیان په وخت هم د فعل د حذف امکان شته. د ماسټر کریم په ځولۍ ګلونه کې لولو:« څومره چې به د لاټړۍ نېټه رالنډېده، ما به وظیفو له زور ورکولو، کار پاتې، روزګار پاتې، ما ویلې بنده، خدای راضي کړه چې بس هم دا یو کار درله وکړي.» او د ماسټر صاحب د نثر یو بل مثال:« … نیم نه زیات کلی په تور سحر ډاکخانې ته ووتو، ته ما سره پس پس، زه تا سره ګور ګور…»
یو وخت په اباسین کې هغه بیړۍ ماته شوه چې خوشحال خټک پکې و. دغه حالت په تاریخ مرصع کې داسې بیان شوی دی:« خان علیین مکان په دا حال په تخته باندې، توره شپه، په اټک په خیراباد کې غوغا چې ډوب شه.»
متل دی وایي: هم بوره هم بدنامه. یو بل متل دی: یا مړ یا موړ یا جګ په غوایي سپور. ( هم… هم) ، ( یا… یا) او د وییکو ځینې نورې جوړې په ځینو ځایونو کې د فعل حذف ته لاره اواروي.
د تاریخ مرصع جملې دي: « ګګیاڼي وویل چې ملک د دوآبې د ما. مهمندزي وویل چې ملک د اشنغر د ما.» موږ معمولا داسې نه وایو چې :« دا دې زما وي ، دا دې ستا وي.» بلکې وایو:« دا یې زما، دا یې ستا.» هغه کلمې چې د مالکیت له بیان سره تعلق لري، ممکن د جملې د فعل له حذف کولو سره مرسته وکړي. په ( و نه و یو شپون ) کې لولو:« برسر يې د ابا و، د دېوال خوا د لالا، د كړكۍ يا وره خوا د موراو خويندو…»
موږ وایو: پلانی او سړیتوب! یعنې پلانی له سړیتوبه ډیر لرې دی. په تاریخ مرصع کې راغلي دي:« ته دې ما سره او دا هسې کارونه کیږي.» دغه ( او ) ته د استعباد ( او) وایي چې د دوو هغو څيزونو د یو ځای کولو لپاره یې استعمالوو چې نه سره یو ځای کیږي. په هغو جملو کې چې د استعباد ( او) راځي، د فعل د حذف امکان شته. یو بل مثال: زه ژوندی او دی مې د میراث دعوه کوي.
په کوڅو کې ګرځنده سوداګر وایي: پیاز من په سل، پیاز من په سل! او بزګران چې د درمند غنم تلي وایي: یو برکت ، یو ؛ دوه برکت، دوه… له( برکته) یې منظور ( برکت دې وکړي.) دی او د سوداګر په جمله کې خو په اسانه پوهیږو چې ( دی) کم شوی دی.
مشهوره او تکرار شوې خبره ممکن په نیمه کې وکړو. د بزګر او سوداګر جملې د تکرار په وجه او په دې وجه چې غوږونه ورسره اشنا دي، لنډې شوې دي. په پیښور او ځینو نورو سیمو کې د ( په خیر راغلې!) مشهوره جمله ممکن یوازې ( په خیر) وویل شي. د اوسني وخت په تعارفاتو کې هم د فعل حذف ته تمایل وینو. موږ اورو چې: ښه شپه، ښه سفر( یعنې ښه سفر په مخ کې ولرې)، غرمه مو نیکمرغه…
په راډیوګانو کې مثلا اورو: اته بجې خبرونه، نهه بجې ادبي خپروونه… زموږ د نوي ژوند په ځینو ساحو کې د جملو د فعلونو کمېدا نسبتا زیاته ده. په راډیو سربیره شعارونه د فعل د حذف یوه بله عصري ساحه ده. مخ په وړاندې د بري په لور! یعنې د بري په لور حرکت پکار دی او یا دا چې مخ مو د بري په لور شه !
په ځینو ځایونو کې د انګریزي د نو سموکینګ یا د دري د سګریت کشیدن ممنوع تر اغیز لاندې لیکلي دي چې : سګریټ څکول ممنوع. د دغسې پیغامونو له لنډون څخه منظور دا دی چې مخاطب پیغام ژر ولولي او له ورایه یې ولولي. که کلمې زیاتې شي، بیا به د لیک سایز کوچینی او له ورایه لوستل به یې سخته شي. لنډون تر هغه حده جایز دی چې یا مفهوم ګونګ نه شي او یا د ژبې له طبیعي حالت سره په ټکر کې نه وي. زما په ګومان مونږ که د سګریټو د بندیز په پیغام کې (څکول) ونه لیکو، پروا نه کوي، ځکه کله چې وایو د سګریټو اجازه نشته، منظور مو دا وي چې د څکولو اجازه یې نشته. د ( سولې لپاره هڅه) که د (سولې هڅه) وبولو، پروا نه کوي خو ( د خلکو لپاره کار) که (د خلکو کار) کړو، په معنا کې تغییر راغی. منظور دا چې لنډون باید معنا ژوبله نه کړي. دغه راز لنډون او د فعل حذف باید د خپلې ژبې د غوښتنو مطابق وي.
د تاریخ مرصع په دې جمله کې د فعل حذف:« دا سګ عجب چې لا تر اوسه په یوسفزیو کې چا نیست و نابود کړی نه دی.» د پښتو د روحیې مطابق نه ښکاري خو حکم راته ځکه سخته دی چې مونږ د خپلې ژبې د ګرامر په دې اړخ څیړنه نه ده کړې او د فعل د حذف کولو خپل قواعد مو سم نه دي پیژندلي. پروفیسر کاکاخیل مرحوم د مخزن په مقدمه کې د دغه کتاب د ترتیب په اړه چې د اخوند درویزه د کړوسي مصطفی محمد په لاس وشو، لیکي:« خدای خبر، هغه دا ترتیب په څه نیت ورکړی و…» او په ملي هینداره کې د ( خیر) کلمه د ( خیر دې وي) په معنا ډیر ځله راغلې ده. د پښتو هغه جملې چې فعل پکې ناویل شوی پاتې وي، مفصله څیړنه غواړي. د ګرامر دا اړخ هم د ځوانو ژبپوهانو د څیړنې انتظار باسي.
گران او هڅاند غبرگ زمری صاحب
که ما پکې شمېرې، ماخو وارله مخه
په خپله پښتو پښويه، په تېره درېيم چاپ(۱۳۸۴: ۲۵۴- ۲۵۵ مخ)کې د (لنډکۍ غونډ لې) او (ويي غونډلې) په نامه او په نوي ناچاپ اثر (( ماناپوهنه)کې د پالمر له انگرېزي
سره (minor sentence)انډو ل
چې تايې راته پارسي ژباړه شل کاله پخوا له تهرانه پېښورته راوړې وه او له آر انگريزي متن سره پرتله يې را ته پوره گټوره پرېوته، په دې توگه ستا له مرستې بيا بيا مننه کوم! ستا منندوی زيار