دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeمیرمنافغان نجونې ژوند او د نړیوالې ټولنې مرسته/ مریم علي خان

افغان نجونې ژوند او د نړیوالې ټولنې مرسته/ مریم علي خان

د نړیوالې ټولنې 15 کلنې مرستې او ټینګارونو سره سره چې د افغانو ښځو په حالت کې د ښه والي په تړاو شوي بیا هم په افغانستان کې د تېرو کلونو په پرتله نجونو ته د ژوند کولو شرایط خورا ګران شوي دي. د هېواد په ټولو برخو کې د امنیت نشتوالی، د ښځو د حقوقي مسایلو په اړه په دولتي ادارو کې سمبولیک چلند، پر مجرمینو د قانون نه پلي کیدل، په لرې پرتو سیمو کې د نجونو د حقونو په هکله د پوهاوي کچې ټیټوالی او په کورنیو کې هلک ته تر نجلۍ غوره والى ورکول دا هغه لاملونه دي چې د افغانې نجونې د پرمختګونو پر وړاندې یې خنډونه ډېر او استوګنه یې ستونزمنه کړې ده. تېره اونۍ ( ,Oct11( په کابل کې د نجونو نړیواله ورځ چې 5 کاله وړاندې د ملګرو ملتونو لخوا د نجونو حقوقو ته د درناوي او دهغوی په وضعیت کې د مثبت بدلون راوستلو په موخه د نړۍ د پام اړونې لپاره ټاکل شوې وه په داسې حال کې ولمانځل شوه چې تر تېر کال هېواد کې نجونو ته د ژوند کولو شرایط ګران شوي دي. د نړۍ په مختلفو برخو کې نجونې د ټولنیزو، کلتوري، مذهبي او داسې نورو عواملو له کبله له ګڼ شمېر ستونزو سره مخ دي. افغانستان هم یو له هغو هېوادونو دى چې ډیرې نجونې په کې د خپل لومړني او اساسي حقوقو څخه بې برخي پاتې دي. د 2001 ز کال د طالبانو د رژيم په ړنګېدو او د نړیوالې ټولنې په راتګ سره د هېواد امنیت، اقتصاد او پراختیا تر څنګ د نجونو خپل اساسي حقوقو ته لاس رسی یوه مهمه موضوع وه چې تر ډیره حده یې د نجونو په پرمختګ مثبته اغیزه لرله، خو د وخت په تېریدو، ورځ په ورځ د امنیتی وضعت خرابوالي او د کورنیو د اقتصاد کمزوریدلو له وجهې د نجونو پرمختګونه په علمي او ټولنیزو برخو کې يوازې تر څو مرکزي ښارونو محدود پاتې شول او بس. دا چې افغانستان یو اسلامي هېواد دی او په اسلام کې نجلۍ ته د هغې حقوق په ښکاره توګه بیان شوي خو بیا هم ځینو مسایلو کې کلتور ته لومړیتوب ورکول کیږي، لکه د هېواد په ډېرو برخو کې د کلتور سره سم نجلۍ ته په میراث کې برخه ورکول ننګ ګڼل کیږي او که چیرې د چا لخوا غوښتنه وشي نو ټوله کورنۍ مخ ترې واړوي او خپلې اړیکې ورسره پرې کړي له همدې کبله که یوه نجلۍ په ډیر سخت مالي حالت کې راګیره وي بیا هم له خپلې کورنۍ د حق غوښتنې جرات نه کوي.

په امریکا کې مېشتې یوې انټرنیټي پاڼې (International Women’s Travel Center) د یوې ارزونې له مخې چې په 2015 ز کال کې یې د ( په 2015 کې د ښځو لپاره ترټولو 10 ناوړه هیوادونه) نامه لاندې ترسره کړې لیکي: ”په افغانستان کې تر نیمایي ډېرې نجونې په 16 کلنۍ یا هم تر دې کم عمر کې ودونه کوي چې بیا وروسته د ژوند د چارو سمبالتیا او زیږون په وخت کې د سختو ستونزو سره مخ شي“. د کم عمره نجونو ودول، په بدو کې د هغوى ورکول، د هېواد په ځینو برخو کې د پیسو په بدل د هغوى پلور، تعلیم ته نه لاس رسی، د راتلونکي څرنګوالي انتخاب، په خپله خوښه د ژوند د ملګري نه ټاکل، په لارو کوڅو کې زورونه له هغو ستونزو څخه دي چی افغانې نجونې ورسره لاس او ګریوان دي. بله جدي مسله د انساني مافیا او ناقانونه وسله والو ډلو لخوا د دندې او ښوونځي له لارو د نجونو تښتول، د جنسي موخو لپاره د هېواد دننه او بهر د هغوى پلور، جبري نکاح یا د ډلو د غړیو له لوري جنسي تيری او وروسته د هغوى وژل دي چې په دې وروستیو کې د نجونو په روح او روان دومره ناوړه اغیزه کړې چې سبب شوی تر څو ځينې نجونې خپل د ژوند او عزت د خوندیتوب لپاره دندې او ښوونځي پریږدي او په کورونو کې ځانونه بندیانې کړي.خو باید ووایم دا مساله یوازې د ورونو او دیوالونو تر شا د نجونو بندیدلو پورې محدوده نه ده، بلکه د افغانستان راتلونکي به له ډیرو خنډونو سره مخ کړي. دولت باید په دې وپوهیږي چې یوه نجلۍ راتلونکې مور ده او مور هغه څوک ده چې د هېواد راتلونکي نسل زنګوي، روزي او پیاوړی کوي یې. نو ویلی شو چې نجلۍ د یوه هېواد د راتلونکي نسل بنسټ ایښودونکې ده او که هغه له روحي او جسمي پلوه آرامه، پیاوړې او د علم په مشعل سمباله نه وي څنګه به وکولی شي خپل اولاد ته ښه روزنه ورکړي او هغه یوې روښانه او د بریالیتوبونو ډکه لار ته هدایت کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب