پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeټولنیزد نړۍ تاریخ یوه ناولده زاویه | ډاکترمحمد تنها

د نړۍ تاریخ یوه ناولده زاویه | ډاکترمحمد تنها

له هستوي برېښنا نیولې بیا تر اټومي بم پورې هستوي انرژي یا د هستوي یوځایوالي (اتحاد) او یا هم هستوي انشقاق (بېلتون) په ترڅ کې تولیدېږي. په هستوي اتحاد کې دوه سپکې هستې سره یوځای شي او یوه نسبتاً درنه هسته جوړه کړي چې دا تعامل د هایډروجني بم بنسټ جوړوي. په هستوي انشقاق کې بیا یوه درنه هسته د یوه نیوترون په واسطه بمبارد شي، هسته وچوي او چاپیریال ته بلها انرژي خپره کړي چې دا تعامل د اټومي بم بنسټ جوړوي. 

په هستوي بټیو کې کټ مټ د اټومي بم تعامل را مینځ ته کېږي خو توپیر یې له اټومي بم سره دا وي چې په هستوي بټۍ کې را مینځ ته شوی تعامل تر کنټرول لاندې یو تعامل دی. د دې ډول تعامل را مینځ ته کولو لپاره تر ډېره پورې له یورانیمو څخه کار اخیستل کېږي، خو هر ډول یورانیم په نیوترون باندې د چاودنې وړتیا نلري، یورانیم ۲۳۵ د یورانیمو ایزوتوپونو له ډلې یوازینی هغه دی چې پر بطي شویو نیوترونونو د چاودنې وړتیا لري خو په طبیعیت کې د سل سلنه موجودوو یورانیمو له ډلې یوازې ۰،۷۲ سلنه یورانیم ۲۳۵ او نور ټول یې یا ۲۳۶ او یا هم ۲۳۸ دي. 

په طبیعي ډول د هستوي اتحاد ښه بېلګه په لمر کې را مینځ ته کېدونکی تعامل دی چې انرژي پکې کټ مټ د هایډروجني بم په میخانیکیت تولیدېږي خو د طبیعي هستوي انشقاق یا په به عبارت د طبیعي اټومي چاودنې په اړه تر دې ورستیو پورې هیڅ فکر نه کېده چې ګوندې په طبیعیت کي دې پخپل سر دومره سترې هستوي چاودنې را مینځ ته شوې وي چې طبیعي هستوي بټۍ جوړې کړې. 

په ۱۹۷۲ کې فرانسوي هستوي فزیکپوه فرانسیس پیرین ته د ګابون هیواد د اوکلو کان څخه ایستل شوی کاڼی په لاس ورغی. پدې کاڼي کې د یورانیم ۲۳۵ کچه تر عادي هغو ټیټه او ٪۰،۷۱۷ وه، د دې ټیټې کچه مانا دا کېدای شوای دا یورانیم طبیعي نه بلکې فقیر شوي یورانیم دي. 

له څېړنو وروسته جوته شوه چې دا کاڼی بشپړ طبیعي خاصیت او دوه ملیارده کاله عمر لري، خو پوښتنه دا وه چې څنګه کېدای شي پداسې طبیعي کاڼي کي ډې د یورانیمو طبیعي غلظت نه وي موجود؟ دې پوښتنې ساینسپوهان نورو څېړنو ته پسې اړ کړل، د ټولو څېړنو همدا یوه پایله را ووتله چې نږدې دوه ملیارده کاله دمخه د آفریقا په ګابون هیواد کې چاپیریالي شرایطو دېته لاره هواره کړې تر څو په طبیعي یورانیمو کې د یورانیم ۲۳۵ کتله بحراني حالت ته ورسېږي او ځنځيري هستوي تعامل لامل وګرځي. خو دې پایلې بله پوښتنه پسې را وغوړوله چې د ځنځيري تعامل لپاره خو بطي شوي نیوترونونه پکار دي او دا نیوترونونه یوازې د ګرافیټ او اوبو په وسیله بطي کېدای شي نو دا هستوي بټۍ دا شرایط په طبیعي حالت کې څنګه را مینځ شويدي؟

د کان له مطالعې څخه مالومه شوه چې په کان کې د څاه په څېر ژورې ځمکې د اوبو را ټولولو او د نیوترونونو بطي کولو او بلاخره د ځنځیري هستوي تعامل را مینځ ته کولو ته یې لاره هواره کړې خو د وخت په تېرېدو سره د جیولوجيکي او اقلیمي شرایطو بدلون دا هستوي بټۍ له کاره غورځولې. 

ساینسپوهان په دې باور دي چې د جیولوجیکي او اقلیمي شرایطو بدلون د نړۍ او په تېره بیا د ځمکي پر سر د ژوند زښته ډېر تاریخي او جغرافیه يي اسرار له ځان سره خښ کړي، دوۍ وايي چې کاڼي او کانونه د ځمکې د تاریخ کتابونه دي چي ورته ګورې لکه د کتاب پوښ خو چي کله یې را وسپړې نو لکه د ځمکې د تاریخ کتاب مینځ چې لولې. 

دمګړۍ د انساني تاریخ را سپړلو لپاره یوازې پر ارکیالوژي یا لرغون پېژندنه تکیه شوې خو که چېرې د ارکیالوژي تر څنګ په ګابون کې د طبیعي هستوي بټۍ موندنې په څېر نور طبیعي حوادث هم را وسپړل شي نو کېدای شي انسان د خپل تاریخ او تر اوسه پورې هغه ته پدې اړه د ویل شویو دروغو په اړه هېښ شي. ډېری باورنه به بدل، ډېری درناوي به په سپکاوي او ډېری مقدسات به په نفرینونو واوړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب