Home+هوتک؛ له برازیلي سیال سره سیالۍ ته د چمتووالي ډاډ ورکړی

هوتک؛ له برازیلي سیال سره سیالۍ ته د چمتووالي ډاډ ورکړی

تاند ( دوشنبه، د دلوې ۲۰) د ازادو سياليو اتل لوبغاړي احمد ولي هوتک له خپل برازیلي سیال سره سیالۍ ته د پوره چمتووالي ډاډ ورکړی.

هغه په خپلې فیسبوک پاڼې یو شمېر انځورونه خپاره کړي او ویلي یې دي چې  د خپل برازيلي سيال سره سيالۍ ته مې بشپړ چمتووالی نیولی او پوره چمتو یم.

هوتک لیکلي: «ما ټوله خپله هڅه کړې چې وطن او ولس ته مې ویاړ وګټم او که مې نصیب نه وو، حداقل خپل ضمیر ته به مې نه یم پړ».

ټاکل شوې چې د احمد ولي هوتک او برازيلي لیونارډو باربوسا ترمنځ لوبه را روانه پنجشنبه په کابل کې ترسره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...