جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهلغمان کې د اُکسیجن د تولید دستګاه جوړېږي

لغمان کې د اُکسیجن د تولید دستګاه جوړېږي

تاند ( دوشنبه، د دلوې ۲۰) په لغمان ولایت کې د څه باندې ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت د اکسیجن د تولید یوه دستګاه جوړېږي.

د دې دستګاه د جوړولو چارې یک شنبه ناوخته پيل شوې.

د دې دستګاه د کار د پیل پرمهال  د لغمان ولایت د عامې روغتیا رئیس عبدالمعروف جلیلي وویلې، چې د اکسیجن د تولید دغه دستګاه د عامې روغتیا وزارت له بودیجې جوړېږي.

جلیلي وایي د دې دستګاه چارې به د درېو میاشتو په موده کې پای ته ورسېږي.

نوموړی وایي د یادې دستګاه په جوړېدو سره به په یوه وخت ۸۴ د ناروغانو تختونو ته اکسیجن برابر شي.

په ورته مهال د لغمان ولایت مرستیاله برېښنا ساپۍ وایي دوی هڅه کوي ورځ تربلې په دې ولایت کې د روغتیایي خدماتو کیفیت لوړ او د خلکو ستونزو ته رسیده ګي وکړي.

ځایی خلک هم د دې اقدام ستاینه کوي.

دوی وایي د دې دستګاه په جوړېدو سره به هغه ستونزې چې عامو خلکو به د اکسیجن د کمښت له امله درلودې یو څه حل شي.

د یادونې ده چې د کورونا د لومړۍ څپې پرمهال په ټول هېواد کې عامو خلکو د اکسیجن له کمښت نه شکایتونه لرل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب