دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeداسې هم شتهساینسد نړۍ تر ټولو اوږد تونل جوړېږي

د نړۍ تر ټولو اوږد تونل جوړېږي

تاند- ایلان مسک (Elon Musk) په نړۍ کې تر ټولو د اوږده تونل د جوړولو او د حکومت له لوري د دې پروژې د تایید خبر خپور کړ.

ایلان مسک مشهور کاناډايي الاصله پانګوال، پانګوونکی او انجنیر دی. (که د ده په اړه نور معلومات غواړئ دا ځای کلک کړئ)

دا تونل، چې له هایپرلوپ (Hyperloop) تکنالوزۍ څخه په استفادې جوړېږي، سپرلي به له واشنګټن څخه تر نیویارک پورې په ۲۹ دقیقو کې رسوي.

مسک پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، چارواکو په ۲۹ دقیقو کې د نیویارک او واشنګټن ترمنځ د سپرلیو د وړلو – راوړلو لپاره د تونل د جوړولو په اړه د ده پروژه تایید کړې ده.

د نیویارک او واشنګټن ترمنځ د رېګاډي اوسنی واټن ۲۲۵ مایله دی.

مسک لیکلي، که دا پروژه بشپړه شوه، د نړۍ تر ټولو اوږد تونل به وي.

حاضردمه د نړۍ تر ټولو اوږد تونل په سویس کې دی. د سویس ګوتارد بیس تونل، چې رېلګاډي پکې تګ راتګ کوي، او په ۲-۱۶ م کال جوړ شو، ۳۵ کیلو متره او ۵۰۰ متره اوږد دی.

هایپر لوپ څه شی دی؟ په دې ویدیو کې یې ووینئ چې د راتلونکي وخت اصلي ترانسپورتي وسیله به وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب