دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeداسې هم شتهساینسبوینګ لومړنۍ بې پېلوټه مسافري الوتکه جوړوي

بوینګ لومړنۍ بې پېلوټه مسافري الوتکه جوړوي

تاند- په نړۍ کې د الوتکو د تولید تر ټولو سترې کمپني بوینګ اعلان وکړ چې د سپرلیو لپاره بې پېلوټه الوتکه جوړوي.

 د بوینګ د مسوولانو په وینا دا الوتکه به تر راتلونکي کال پورې جوړه او تجربه کړای شي.

د یوینګ کمپنۍ د تولیداتو مرستیال رييس مایک سینټ وویل، په نړۍ کې د لومړنۍ بې پېلوټه مسافر وړونکې الوتکې کار په لومړنیو پړاوونو کې دی خو باوري دی چې په یوه کال کې به بشپړه شي.

ده د دې الوتکې د خوندیتوب یا مصونیت ډاډ هم ورکړ، ویې ویل چې په ټولو معیارونو به برابره وي.

د یوینګ کمپنۍ د تولیداتو مرستیال رييس مایک سینټ په عین حال کې یادونه وکړه چې تراوسه پورې یوه ستونزه حل شوې نه ده او هغه دا ده چې ایا دا الوتکه به په اضطراري حالت کې د پېلوټ د نشتوالي په صورت کې پر مځکه یا هوايي ډګر کښېنستی شي او که نه.

دا پوښتنه د دې لپاره مطرح ده چې الوتکې ته تر الوتو وړاندې د مزل او مسیر پروګرام ورکول کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب