Homeخبرونهننګرهار پوهنتون د بایو ساینس نړیوال علمي ژورنال د نشر جواز ترلاسه...

ننګرهار پوهنتون د بایو ساینس نړیوال علمي ژورنال د نشر جواز ترلاسه کړ

تاند: ( دو شنبه، د حمل ۲۸ مه) د لوړو زده کړو وزارت طالب واکمنان وايي، چې ننګرهار پوهنتون د بایو ساینس نړیوال علمي ژورنال د نشر جواز ترلاسه کړی.

د دغه وزارت لپاره د طالبانو د رژيم مرستيال لطف الله خیرخواه ويلي، چې د ملي او بین المللي علمي او تحقیقي ژورنالونو د ایجاد د پوهنتونونو د کیفیت په لوړوالي کې مهم رول لري.

طالبانو نه دي ويلي، چې دغه نړيوال جواز ېې څنګه تر لاسه کړی.

د دوی په وینا، ننګرهار پوهنتون د پوهې، حق، طبي پوهې، کرکېلې، شريعت وړانګې او ادب پوهې په نومونو شپږ ملي علمي ژورنالونه او د بایو ساینس په برخه کې یو نړیوال اکاډمیک ژورنال لري، چې د دې پوهنتون د استادانو فرعي علمي اثار پکې چاپيږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پوهنې اتل او غوره مدیر | حبیب وقار

نومیالی هغه دی چې په بهرنیو ماڼیو کې د اوسېدو پر ځای د خپل کور او کلي د خټینو کورونو پر ماڼۍ کولو فکر...