یکشنبه, مې 19, 2024
Home+که زما تصویر ولیده! / حمت شاه فراز

که زما تصویر ولیده! / حمت شاه فراز

له ملګري سره د تبوک په سرک روان وم. یو ځای مخې ته یوه عربه حوره! راغله. ملګری مې له رنګه تور، له وېښتانو بې ډوله او له جوړښته بې خونده وو، خو حورې ته يې په ډېره مینه، مینه ور کتل. نو ما په ټوکه ورته وویل، چې دا نو ستا له لاسرسي ډېره لرې ده، تېر شه ترې! 

ملګري مې په ډېر جدي انداز وویل: دې که زما تصویر ولیده، نو پخپله به ووايي، چې دغه دی ځوان! 

ملګری مې ټک ټاک هم لري او فېسبوک ته هم خپل انځورونه پورته کوي. دی په ټک ټاک او فېسبوک کې له خپل اصلي صورت سره دومره ډېر فرق لري، چې ځمکه او اسمان هم دغومره فرق نه سره لري.

فېسبوک، ټک ټاک او نورې خواله رسنۍ د پرون په پرتله نن ورځ لا زیات د پیسو په ماشینونو بدل شوي. 

زه د کمپیوټرپوهنې باقاعده زده کوونکی هم یم او پر دې اپلیکیشنونو او د هغوی د کار پر څرنګوالي فکر او مطالعه کول د هغو د کارن په توګه زما مسؤلیت هم جوړېږي. موږ چې یو څه کاروو، نو ولې دې پرې غور ونه کړو؟

خواله رسنۍ تر پخوا نن ورځ ځکه ډېرې پیسې ګټي، چې تر پرونه پورې دوی ځان په ځان وو، خو نن ورځ دغو خواله رسنیو د ځان په څېر لا ستر او مهم شرکتونه په ځان کې ور مدغم کړي او ځان يې نه ماتېدونکی ګرځولی. 

دغه ادغام یې په مستقیم ډول هم دی او په غیر مستقیم ډول هم.

مثلاً د موبایل جوړوونکي شرکتونه په خپلو ځیرکو موبایلونو کې ورځ تر بلې د غوره کیفیت کامرې نصبوي او داسې افکټونه پکې ور زیاتوي، چې ان هغه کس چې په خپله هم ځان بدرنګه بولي، په ځیرک ټلیفون کې ځان ورته بې جوړې ښکاري او همدا شی دی، چې ځوانان او نوي ځوانان هڅېږي، خپلې ویډیوګانې جوړوي، د زلفو نندارې پکې ښيي، د انجونو اکټونه پکې کوي، او په دې ډول په ځان مجازي لیدونکي را ټولوي. دا د غیرمستقیم ادغا یوه بېلګه ده. 

فېسبوک او ټاک ټاک خو ان په دې افکټونو هم بسنه نه کوي، بلکې خپل ځانګړي ویډیويي افکټونه هم لري، چې د دغو نویو ځوانانو مجازي ښکلا څو چنده زیاتولی شي او لا ډېر يې ښځوزمه کولی شي.

یو ځوان به خپل ظاهر خو ښایسته کړي؛ خو په ویډیو کې به وايي څه او غږ به يې څنګه وي؟ دا خو به مو له ډېرو اورېدلي وي، چې وايي، په موبایل کې خپل ثبت شوی غږ ډېر بد را باندې لګي. 

په دې ځای کې بیا مستې سندرې، موسیقي، سازونه او اهنګونه د دغو ځوانانو مرستې ته را دانګي. 

فېسبوک په ۲۰۲۰م کې د هند له ستر سندریز شرکت ((سارې ګاما)) سره تړون لاسلیک کړ. د همدې تړون له مخې نن ورځ تاسو په خپلو ویډیوګانو هندي او نورې سندرې لګولی شئ او دا يې د مستقیم ادغام یوه بېلګه شوه. 

په دې سربېره، د فېسبوک خپل الګوریتمونه هم دومره ځواکمن دي، چې له جادو يې څوک په اسانه نه شي وتلی او د جران لانیر په خبره (dog) درنه جوړوي.

د فېسبوک، ټک ټاک او نورو خواله رسنیو لایکونه، کمنټونه او فیډبک بېرته له موبایل جوړوونکو شرکتونو سره هم مرسته کوي. هغوی لا غوره افکټونه او کامرې پکې نصبوي، د سندرو شرکتونه لا مستې سندرې جوړوي او پورته کوي، د خواله رسنیو انجینران لا پېچلي او معتادوونکي الګوریتمونه جوړوي؛ او دا ټول د یوه سرکل په حیث مخې ته ځي، خو په دې ټول سرکل کې ښکېل دی، زموږ یو تنکی ځوان؛ چې سهار را پورته کېږي، په شړشمو غوړې زلفې د موبایل مخې ته نیسي، نارسیستیکه موسکاوې کوي، یو څو نازک نازک سټېپونه کوي او تر شا یې دا سندره لګولې وي، چې:

د سپینې غاړې هار مې ته یې لونګین مې ته یې

خال د جبین مې ته یې، خال د جبین

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب