جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهطالبانو د عبدالله عبدالله د مخکینیو کارکوونکو معاشونه ورکړل

طالبانو د عبدالله عبدالله د مخکینیو کارکوونکو معاشونه ورکړل

تاند:( دوشنبه ، د حمل ۲۸ )  د طالبانو چارواکو ویلي، چې نن یې د ملي پخلاینې د پخوانۍ شورا نیږدې ۶ سوو کارکوونکو ته د هغوی پاتې شوي معاشونه ورکړي.

  د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې لپاره د طالبانو واکمن مولوي عبدالحنان عارف الله ویلي، چې دوی د ټولو لغوه شویو ادارو د کارکوونکو اړوند نېک نظر لري.

د هغه په وینا هڅه روانه ده، چې د لغوه شویو ادارو له متخصصو او با تجربه کارکوونو څخه د هېواد د پرمختګ لپاره کار واخیستل شي.

د دې لغوه شوې شورا د وخت مشاور مولوي شهزاده شاهد ویلي، چې د هېواد د وګړو په حیث د طالبانو اطاعت کوي او د اړتیا په وخت کې مرستې ته هم تیار دي.

 طالبانو نه دي ویلي، چې دغو پخوانیو کارکوونکو ته یې د څومره میاشتو معاشونه ورکړي.

د دوی له بیا واک ته رسیدو سره، د نورو یو شمېر ادارو ترڅنګ د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ یاده شورا هم لغوه شوې وه.

 په خپرو شویو عکسونو کې خپله عبدالله عبدالله نه دی لیدل شوی.

2 COMMENTS

  1. طالب هم لکه ځان غوندی نر ښځې خوښه ویې عبدالله نرښځې ده نو ځکه د هغه معاشونه ورکوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...