Homeخبرونهکابل کې د کرونا پېښې ۴۵ سلنه زیاتې شوې دي

کابل کې د کرونا پېښې ۴۵ سلنه زیاتې شوې دي

تاند: ( دو شنبه، د حمل ۲۸ مه) د افغان جاپان روغتون مسئولين وايي ،چې په کابل کې په وروستو اوونيو کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر زياتوالي موندلی دی.

 د دغه روغتون د کووېډ ۱۹ څانګې رئيس وايي ،چې په دوو وروستيو اوونيو کې د ۲۱۴ تنو له ډلې چې معاينه شوي د څه باندې ۷۰ تنو د کرونا ويروس پايله مثبته راوتلې ده.

 يو شمېر ډاکټران د دې ناروغۍ د زياتېدو لامل د هوا ګرمېدل، په يوه ځای کې د خلکو راټولېدل او د کرونا د مخنيوي لپاره د کابل د اوسېدونکو نه پاملرنه بولي.

 د افغان جاپان روغتون د شمېرو له مخې، پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر د کب مياشتې په پرتله له څلوېښت تر پنځه څلوېښت سلنې زيات شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...