ژباړن اسدالله بلهارجلالزی
مکفرسون د یوه خوار بیوزله اولږځمکې لرونکي بزګر زوی دی. دا سکاتلندي شاعر(۱۷۳۶- ۱۷۹۶) د ښه استعداد لرونکې و او دې همدې استعداد له امله يي وکولای شوای خپلې زده کړې په ښه ډول تر سره او د الیهاتو په څانګه کې يې لوړ سند تر ګوتو کړي. خو له شعر سره مینه یې بیا د دې سبب شوه چې د نورو زده کړو مخه يې ډب کړي. مکفرسون آن دزده کړو په مهال يي د شعرونو شمیرترڅلور زره بیتونو زیات شوی و. په ۱۷۵۸م کال کې يې (دغرونو سړی) ټولګه خپره شوه. د مکفرسون د سلت قوم اوګیلی لهجې چې په اسکاتلند کې یی شهرت درلود. په اړه شعرونو یی هغه خورا مشهور کړ اود خپل وخت مشهور دارمه لیکونکې جان هومjohn haom ته یی هم خپلې لیکنې واورولې.هغه ته يي داسې وپاموله چې دا شعرونه د دریمې پیړۍ د شاعراو سندرغاړې اوسینOssian د شعرونوژباړه ده. چې په ګیلي لهجه يي ویلې دي. جان هوم او ملګري يي (کارلایل) همدا ترانې له ځانه سره لندن ته یوړې،هالته يي د معاني ،بیان اوادب نقد کوونکي ستر استاد هیوبلر ته وړاندې کړې، چې د هغه زیاتې خوښي شوې او د چاپولو په برخه کې يې له (مکفرسون) سره مرسته وکړه، کله چې دا اثرپه ۱۷۶۰م کال کې د ګیلي د لهجي د لرغونو شعرونوپه نوم خپور شو، نو له مکفرسون څخه د اسکاتلند زیاتو شاعرانواولیکوالانو له ده څخه وغوښتل چې یوځل د اسکاتلند شمالي غرونوته راشي اونور زاړه شعرونه هم ترلاسه کړې.
مکفرسون د دې بریا ترڅنګ په ۱۷۶۲م کال کې یوه بله حماسي منظومه چې د فینګال منظومه نومیده په شپږو ټوکونو کې خپره کړه. اوپه ۱۷۶۳کال کې يي هم د تمورا پخوانۍ حماسي منظومه په اتو ټوکونو کې خپره کړه.له دې سره چې ده به ویل چې دا اثر هم د (ګیلی) په لهجه کې د اوسین د شعرونو ژباړه ده. دغو دواړو حماسو هم د ډیرو لیکوالو اوشاعرانو پام ځانته ور واړاوه. خو ترڅنګ يې، په لندن کې یوشمیر د ادب منتقدینو اوادبی شخصیتونو د مکفرسون د ادعاوو په اړه شکمن وو.خو د سکاتلند خلکو بیا د دغو اثارو په اړه شک نښود اودا يي هیڅ نه منله چې دا اثار ساختګي دي، د دغو حماسي منظومو د خرڅلاو له امله مکفرسون زیاتي پیسې تر لاسه کړې. مکفر سون په ۱۷۶۴م کال کې د لویدیځي فلورایدا د قوماندانۍ د منشی په توګه دنده ترلاسه کړه دا سیمه په همدې کلونو کې د انګلیستان په ولکه کې وه. په همدې مهال د مکفرسون ځینو مخالفینولکه لوی ادبی نقاد ګردسمیویل جانسون چې نظر یی خلکو ته خورا منونکې و. راټول شول اوپه خپلو لیکنو کې يې دمکفرسون ادعاووې تش درواغ وبللې، او له هغه يي په خپلو لیکنو کې په سپکو خبروسره یادونه وکړه، خو مکفرسون دې خبرو ته کومه اعتنا ونکړه او یوازې يي له خپرونکې څخه یو لیک تر ګوتو کړ. چې ګویا د اصلی منظومی بشپړ متن د ده په ګوتو کې دی، د مکفر سون د اثارو په اړه جنجالونه ترکلونو پورې دوام وکړ، خلک يي په دوو ډلو وویشل، د مکفرسون د مدافعینو او د هغه د مخالفینوترمنځ، دا جنجال کابو تر دوو پیړیو پورې روان و. خو رښتیا خبره دا وه، چې مکفر سون د پخوانیو حماسي متنونو څخه الهام واخیست اوبیا يي دا موضوع پخپله په شعرونو کې را وټکوله، په هغوو کې يې بدلون راوست، اود رومانتیک شعر ځانګړنه يي ور وبښله، چې په دې توګه يي نوي اثار رامنځ کړل، که هرڅه وو خو دا اثار د مشهور لیکوال ګویته د پام وړهم وګرځیدل. او د اروپا ډیری وګړي يې لیواله وو. د دې منظومو یوه بریا پخپله د منظوموموضوع ده، چې شاعر د طبیعی اوکوچېانو قهرمانانو حال پکې بیان اوساتلی دی. په دې شعرونوکې د پیښو داستان د تیرو وختونو راز لرونکې اوپټي ښکلاوې د اوسنیو پریشانونکو اوغمجنو حالاتو له پیښو سره یوځای پکې را نغاړلې شوی دي. په دې شعرونو کې د داستان پیښې د وحشي طبیعت د زړه راکښونکوښکلاوو، وریځو، لړو، ګردونو، کاڼو او توپا نو ترمنځ لاره وهي. د حماسي ژبه چې غزلیزه بڼه مومي. مینه اوجګړه هم له ځانه سره لري او د دې ترخوا يي ورسره موزون، مسجع اوموسیقی لرونکې بیان هم ترڅنګ درول کېږي. چې په دې توګه د یوه خیالی اثر د تخلیق سبب کېږي.او د ماقبل رومانتیک نسل په اذهانو کې تاثیر کوي. خو له دې ټولو جنجالونو سره سره بیا هم مکفرسون ته زیاته شتمنې په ګوتو ورځي. او د زیات درناوي او احترام وړخاوند کېږي، په ټوله اروپا کې یی بریا په نصیب کېږي.مکفرسون څو تاریخي اثار هم لري، چې دبیلګي په توګه يي (د لوی انګلیستان تاریخ د استورات د کورنۍ تر راتلوپوري) یادولای شو.
مکفر سون د ژوند په کلونو کې ګوښه توب غوره کړ. څوچې په پوره احترام اوچوپتیا سره د خپلو خلکو په منځ کې د هغووئ له ستایلو سره له دې نړۍ ولاړ او مړی يې هم خلکو په درنښت خاورو ته وسپاره.