له كلونو وروسته هماغه اشنا لاروى چې شلېدلي كالي يې په تن كې وو، د سر له وېښتانو يې برېښېده چې له ډېر وخت راهيسې يې اوبه نه وې ليدلې، پښې او پوندې يې چاودې وې. په شلېدلو څپليو كې راته په مخكې ودرېد. ما د روغبړ لپاره لاسونه ور اوږده كړل؛ خو هغه يو گام په شا ولاړ. داسې لكه يودم چې په سيوري بدل شي. ليرې ودرېد. ورو ورو يې زما ذهن را وتخنولو. زړه مې رالوي كړ، چې ویې پوښتم؛ خو هغه لكه زما د وجود او تن څخه چې جلا شوی موجود وي، شېبه په شېبه يې رانه واټن ونيو؛ زما زړه ټينگ نه شو، ترې ومې پوښتل: «حالت د كلي او د مالت څنگه وو؟»
لاروي چې برندې برندې راته كتل، شونډې يې نه رپيدې؛ خو اواز اورېدل كېده. همدا يې وويل: «هو د كلي او مالت وگړي يوځاى ته ټول شوي وو، په خواږه او بې غمه خوب ويده وو.»
ما بيا خوله پرانيسته، ومې پوښته: «اې لارويه! ما ته كيسه وكه. زموږ له كلي دې څه مهال خپلې پښې را سپكې كړې؟ ما ته پوره حال ووايه. هلته څه حال و؟ ايا د كلي خلك اوس هم په خپلو كروندو او پټيو كې په كار روزگار بوخت وو او كه نه؟»
لاروي يو وار بيا د سترگو لاندې وكتل. داسې برېښېده چې هغه زما خبرې په زور او زېر واورېدې؛ خو ځواب يې نه وايه. له مرموزې او نيم روښانه څېرې يې برېښېدله چې د هغه ټنډه تروه كېږي. ټنډه يې گونځې كوي. د غم څپه يې پر مخ راخپرېږي؛ خو همدا اواز ترې اورېده شي، وايي:
هو د كلي خلك بوخت ول. هغوی چې ژوندي وو، د مړو شويو لپاره يې قبرونه كېندل او ښخول يې. د ټولو خبره همدا وه، چې ويل يې: «بدمرغه هغوی دي چې نه مړه كېږي.»
ما بيا وپوښت، چې راته ويل يې د كلي د ځوانو نجونو او ښځو په باب مه پوښته! هغوی ټولې تيارې نيسي. كالي مالي را ټولوي او د فنا په لور د تگ تكل كوي. هغوی تل دا خبره په ځغرده كوله.
ويل يې، هغوی چې دې دونيا ته هډو رانغلل، مزې هماغو وكړې. دې دونيا ته راتلل او زولنې په خپلو لاسونو او پښو كې اچول او يوازې د عذاب ليده دي.
لارويه! ما ته پوره كيسه وكه. ما ډېر بد بد خوبونه ليدلي دي، ما ډاروونكي خوبونه ليدلي دي. ما خوب ليدلي چې كلي اور اخيستي دی. له كورونو او كلاگانو لوگي اسمان ته خېژي. زه يې په تعبير هم نه پوهېږم. د ويالې پر سر كښېناستم، روانو اوبو ته مې كيسه وكړه چې كه خوبونه مې سرچپه وخېژي؛ خو بيا مې هم زړه په ترهه او ډار كې دى. نه پوهېږم. راته ووايه چې كله له كلي رابهر كېدلې، ارومرو درنه د كلي د كورونو، د كلاگانو، د كوډلو او جونگړو د كلي د مخ وستلونو، د كڅيو، د پټیو، د بندونو، د ځنگلونو، د غرونو او ان د هغو مرغانو داستان ووايه، چې د ژمي په ورځو كې به لږ لږ راښكاره كېدل، يو نيم به برېښيده خو د پسرلي په شپو كې به سيلونه، سيلونه او گلې گلې په دېرو او د غرونو په تړو به يې يرغل راووړ او كه فصلونه به پاخه وو؛ نو سم دم به كه كوم پټي كې بزگر ډاروونكي او شړونكي څېره نه وه لگولي نو هر څه به يې خوړل.
لارويه! د خپل كلي د وگړو د سپېرو كوڅو او د خټينو كورونو د ليدو تږي يم، د ليدو وس يې راسره نشته. نه پوهېږم چې ژوند به ياري وكړي، چې ویې وينم او كه نه؛ خو هيله مې تاسې پوره كړئ. تاسې يې راته كيسه وكړئ!
راته ووايه، چې اوس هم د كلي ځوانې پېغلي نجوني د واښو اوسبو راټولولو لپاره لورونه په لاس پټيو ته راوتلې اوكنه؟
رښتيا هغه نارينه وو، بزگرانو چې به په ځمكو كې قلبې كولې، يوې نيمې ميرمنې به سم دم هم ځينو كارونو ته په كروندو كې اوږه وركوله. هغوی يوازې ماشومان نه كرارول. هغوی د نارينه وو لپاره كروندې نه وې، چې كر په كې وكړي؛ بلكې په كروندو كې به يې كار هم كاوه. ساده سپېڅلي او د زحمت او كړاو په بدل ژوند به يې كاوه.
خو لاروي وويل، اوس هر څه بدل دي. هغه پخوانی حالت نشته، يوازې لمر سهار راخېژي او ماښام پرېووځي. سارايي مرغان ډلې ډلې گرځي، كجيران په ځمكه او فضا واكمن دي، هغوی دعوا كوي وايي: موږ د ملايكو له نسله يو، موږ يې دلته راواستولو چې كاږه سم كړو او ټول داسې لارې ته ورسيخ كړو، چې بېرته سر راپورته نه كړي.
لارويه!
رښتيا زما په ياد كې پاتي دي، هغه مهال چې ماشوم وم او غرنيو بانډو ته به له مشرانو سره ولاړم، ما به ليدل چې ښځو او پېغلو نجونو به د لرگو، واښو او گياه گانو پنډونه پر سر له غره نه را كوزول او كورونو ته به يې راوړل، راته ووايه چې اوس هم دا كړاوونه گالي؟ ايا اوس هم دا دود روان دى كه هر څه په ټپه ولاړ دي؟
لارويه! اوس چې دې په دې لور رامخه وكړه، خوږې او ترخې كيسې ټولې راته په زور او زېر وكړه. زما زړه به پرې داسې تسل وكړي، لكه زه چې هلته د كوچنيوالي په مهال رالوېږم او هر څه وينم. يا داسې لكه په هماغه ماحول كې سترگې غړوم، اسمان ته پورته گورم، د لمر سترگې د حركت لاره څارم او د شپې په مهال د ستورو كاروان وينم، چې د اسمان په زړه كې لكه مرمۍ له يوه سره تر بله ځغلي او ليكه باسي.
دا هم راته ووايه چې د كلي د خټو د كلاگانو او كورونو ديوالونه هماغه شان ولاړ دي او كه نه. يو نيم د باران په وجه نړېدلي او كنه؟ رښتيا د زلموټكو هلكانو لوبې په وستل او د كلې په مخ ميدان كې دوام كوي او كله ناكله ټول راټولېږي، چې چيندرۍ وكړي او يا توپ ډنډه او كه لا اوس څوك هغه لوبې نه كوي؟
رښتيا لارويه! يوه بله خبره مې هم ياد ته راغله او هغه دا چې زموږ د كلي هدیره نوره هم غځېدلي او كه په هماغه پخواني حال ده؟ ايا په هدیره كې جنډې ډېري ولاړې وې او كه يوازې شناختې مالومېدلې؟
د پخوا وختونو په دود اوس هم د چهارشنبو په ورځ نجونې د كلي په بر سر كې زيارت كې ټولېدلې او كنه؟ ايا د غرونو په ليرې ناوونو كې يو زيارت ته خلك ورتلل او كه نه؟ سوالو نه او نذرانې يې له ځانه سره وړلې اوكه نه؟
نو زما هيله ده چې ما ته د كلي د ټولو شيانو حال ووايي. كلونه تېر شوي دي چې اوس مې د كلي څېره او منظر له ياده وتلی دى. پرون مې په هېنداره كې ليدل چې مخ مې گونځې كړې. د سر ويښتان هم سپين شوي دي. هغه مهال چې زه له كلي راوتلم، څو وارې مې شاته وكتل، مخ مې واړاوه او په همدې ترڅ كې ترې راليرې شوم، ډېر ترې راليرې شوم. له غرونو او سيندونو پناه شوم. زموږ برگ سپى ډېره زياته لاره راپسې را ووهله، خو په يوځای كې نور بې حوصلې شو. ودرېد او بېرته ستون شو، نور مې ونه ليد. بيا مې هيڅ ونه ليدل. له ما سره چې په سفر كې يوه جوړه زيات كالي او يو بكس وو، هغه هم رانه ورك شول، په هغه كې يو كتاب او څو عكسونه وو، هغه هم ترې تم شول. بيا مې پيدا نه كړل. اوس چې هر څه وينم، يوازې په خوب كې كله ناكله د لښتيو په غاړو گرځم. او به يې سرې وينم. لكه چې رنگ په كې ورگډ شوي وي او يا د كلي په مخامخ وستل او لاره كې له خپلو همزولو سره په څيرې او بي تڼيو گرېوان په يبلو پښو لوبه كوم؛ نو ځكه له تا غواړم چې ماته د كلي كيسه وكړې.
لاروى له تكيي را پورته شو. زما ټولې خبرې يې په غور او د قت اورېدلې وې. په څېره كې يې بدلون راغى، د تاثر او خپگان څپې يې هم په مخ كښته پورته شوې، راته كړه يې:
ــ زه پوهېږم، ما خو درته يو څه كيسه وكړه، نور به هم درته ووايم. پوهېږم چې كلونه كلونه ترې ليرې یې، كه اوس لاړ شې، خپل كلی نه شي پېژندلي. كه زه درته ترخه څه وايم، خواشيني كېږه مه. ژوند همداسې يوه پېښه ده. د ارهټ منگوټې ته ورته دى، چې ژوندی يې ډير څه به ووينې. بدلون له زمان او وختونو سره يوځاى وي. نو ځكه درته وايم، كه اوس ته ولاړ شې، خپل كلی نه شي پېژندلی.
د كلي د خټو كورونو دېوالونه اوس په بېخ ناست دي. د كوټو او كورونو چتونه په ځمكه پراته دي. د كلي له روزانونو او كړكيو څخه لوگي نه راپورته كېږي. تنورونه څوك نه اچوي، يوازې د بوډۍ تنور هر ماښام د اسمان په لوېديځه څنډه كې غرغړې كوي.
د خلكو گڼه گوڼه نه برېښي. اوس د كلي جومات ته خلك هم نه راځي. ځكه چې كلی شړ دى، څوك نشته، ډلې ډلې ځوانان او زلمي له كلي ووتل، تش لاس ووتل، رنگونه يې تښتېدلي وو، وحشت وهلي وو، پېغلي هم په چم گاونډ كې نه مالومېدلې. كورونه شړ پراته وو. د كار خلك ډېر لږ برېښېدل.
يو مهال پر لاره تېريدم، د كلي په خوا كې تېرېدم. چې يو بوډا د ژمې لمر ته دېوال خوا كې خپل شلېدلی څادر غوړولی و، پروت وو، لمر ته پروت و. سترگو يې پوره كار نه كاوه. ما سلام واچاوه، هغه د وعليك غږ وكړ. خپله امسا يې دېوال ته درولي وه. ومې پوښته كاكا ولې پروت يې؟
كيسه يې وكړه: «زه هم د مرگ لپاره شپې سبا كوم. زما د كورنۍ هېڅوك پاتې نه دي. له هغه ليرې كوره يو څوك يوه مړۍ ډوډۍ يا جواري راوړي. خپل وخت پرې اړوم. چېرته د تگ اوسفر وس هم نه لرم. هر سهار هدیرې ته ورځم. دوعا ورته كوم.
پوښتنه كوم: «چا ته دوعا كوې؟»
ــ كورنۍ، درې تنو زلمو ځوانيمرگو زامنو ته، د هغو مور او خويندو ته دوعا كوم، ارواح يې په جنت كې غواړم. نور څوك نه لرم، كورنۍ مې ټوله تر خاورو لاندې ده. زه هم د هغو په لار گام اخلم.
بوډا ته حيران شوم. د هغه خبرو وبوږنولم. نور مې څه ونه ويل؛ خو دومره پوه شوم چې په كلي كې نور هېڅوك نشته. كروندې شاړې پرتې دي. د كار او كر لپاره څرك هم نشته. په لښتيو كې د پخوا په څېر اوبه نه بهېږي؛ بلكي كه بهېږي هم رنگ يې سور دى. وايي چې د شپې مهال لېوني سپي ډلې ډلې او پادې پادې دې خوا او اخوا گرځي. له پخوا زيات د مرغانو سيلونه په دېرو او كنډرو كې ټونگې وهي. سيلونه سيلونه راالوځي، تم كېږي او بېرته الوزي. پخوا به ځينو الوتونكو سندرې ويلې. ښايسته اوازونه به يې ويستل؛ خو اوس چې گونگي والوزي، ټول مرغان او الوتونكي چوپ شي. مرغان د كجيرو له ډاره په سورو كې پټېږي. د كلي په بر سر كې هديره نوره هم پلنه او اوږده غځېدلې ده او د پخوا په څېر نه ده.
ما بيا بوډا وپوښته: «كاكا اوس هدېري ته مړو ته نور څوك هم راځي او كه نه؟ ايا دوعا ورته كوي او كه نه؟»
هغه ستونی صاف كړ:
ــ هو يو نيم كس راځي. په هديره گڼ بيرغونه او جنډې رپېږي. هديره ډېره اوږده شوې او پلنه شوې ده. هغه كلى اوس د ځمكې لاندې كوچېدلى دى. كله ناكله يو كس د هدېرې په بر سر كې درېږي. لويه قبا يې په ځان كې وي، اوږده ږيره يې په مخ راكښته وي، د تسبو زنار يې په لاس كې شرنگېږي. كړسار يې خېژي. ته به وايې ماشيندار ډزې كوي؛ خو هغه قبرونو ته وعظ كوي، وايي:
«تاسو چې په ايمان كې مو شك و. اوس رښتيني دونيا ته تللي ياست. اې نامومنو كسانو! تاسو واست چې شپه او ورځ به مو تېروله، لپاره د نفقې د پيدا كولو، د اولادونو خپلو. پام مو ونه ساته، د ملا او امام خبرو اوغوښتنو ته، چې وارث دي د اولياوو او پيغمبر، نو اوس هم ورځ نه ده ليرې، چې راشي ورځ د قيامت او چې كله راشي ورځ د قيامت، هغې ته شته څه وختونه او كلونه.“
هغه په غرغړو خبرې وكړې. له خولې يې ځگونه باد كړل. په دې باور و، چې په كلي كې خو ژوندى څوك پاتې نه دى؛ نو ښه به دا وي چې د مړو غوږونه په خپلو ار شاداتو او نصيحاتو، وعظونو او تبليغونو نوازش كړي. ”ژونديو ته هم وايم چې لباس مو بدل كړي، شرعي لباس د گور او قبر لباس دى، بايد هغه واغوندي، له كفن سره ځانونه روږدي كړي، شيطاني ځايونه ته مه درومئ. علم شيطان لره…»
هغه خپل باور پټ نه كړ، ویې ويل:
د مړو ارواح گانې به يې واوري. زما كار وعظ دي، تبليغ دى او يو ځواك به يې د هغو ذهنونو او مغزونو ته رسوي او كه زما د وعظ او تبليغ وسلې كار ونه كړي؛ نو هديره او بلې دونيا ته استول خپله لوى پيغام دى.
لارويه! تا خو عجيبي خبرې وكړي. حيرانوونكي داستان دې ووايه. زه خو حيران شوم. داسې برېښي چې نور په كلي او مالت كې څوك نه دي پاتې؟
لاروي راغبرګه کړه:
اوس كلى او د كلي كروندې په هديره بدلې شوې دي. د زور او ځواك كس په مړو خپل راج چلوي. انسانان او د كلي زيات بېوزلي خلك اوس په هديره كې پراته دي او نور چې ژوندي و، ټول ووتل، څه نورو ملكونو ته ولاړل، يو شمېر يې په سمندرونو كې د ماهيانو خوراك شول او څه نور هم په نورو ملكونو كې په زندانونو كې پراته دي.
د لاروي خبرې ورو ورو بندېدلي. اواز يې هم ټكنی كېده، مخامخ د لمر سترگه هم د غره شاته په پټيدو شوه، يوازې د لمر وړانگې په مقابل غره په دنگه څوكه برېښېده، چې لاروي خپلې خبرې پاې ته ورسولې، همدومره يې وويل: «دا و زما د سترگو ليدلي حال.» خو له وروستۍ خبرې سره لاروی هم له سترگو پنا شو. لكه سيوري چې د لمر په راختو الوزي، هغه هم تری تم شو، زه يوازې له خبرو سره په سوچونو كې پاتې شوم.
۲۰۲۳ .مارچ.۱۳