چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeخبرونهد « حجاب» په پلمه د ط جبري قیودات د م. م...

د « حجاب» په پلمه د ط جبري قیودات د م. م په ګډون د ډېرو لوریو غبرګونونه پارولي

تاند:( یکشنبه، د ثور اتلسمه) ‏د طالبانو د واکمنۍ هغې پریکړې ته غبرګونونه په زیاتیدو دي، چې د « شرعي حجاب» په پلمه یې د ښځو او نجونو او د هغوی کورنیو ته نوي ځپونکي قیودات وضع کړي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټوني ګوترېش د طالبانو د وروستي فرمان په اړه چې ښځو ته یې امر کړی مخونه دې په بشپړ ډول پټ کړي، سخته اندېښنه ښودلې.

ښاغلي ګوترېش یو ځل بیا له طالبانو غوښتي، چې له افغان ښځو او نجونو سره پر خپلو ژمنو ودرېږي او د بشري حقونو د نړیوالو قوانینو له مخې دې په دې برخه کې خپلې وعدې عملي کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي، چې د « حجاب» په پلمه د طالبانو وروستۍ پریکړه له نړيوالو سره د بشري حقونو په اړه د دوی په ژمنو منفي اغېز کوي.

‏د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د ویاند په خبره، د طالبانو د واکمنۍ مشروعيت چې دوی یې له نړیوالو څخه تمه لري، د ښځو او نجونو پر وړاندې د دوی چلند سره ځانګړی تړاو لري.

‏د افغانستان د بشري حقونو له وضعیت څخه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور جوړونکي بیا ویلي، چې طالبان په مرحله واره توګه د افغان ښځو بشري حقونه نابودوي.

‏نوموړي پر نړيوالو غږ کړی، چې په دې اړه یې د عملي اقداماتو وخت رسیدلی او باید ترسره یې کړي.

د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رييس عبدالکریم خرم د طالبانو له لوري د « حجاب» په پلمه وروستۍ پریکړې ته داسې غبرګون ښودلی: « ‏د افغانو ښځو سُنتي جامه په کلیو او ښارونو کې،له اسلامي حجاب سره برابره او ښایسته جامه ده، غمه باید د فقر و خوړل شي چې د ایمان دښمن، منکراتو ته ټیل وهونکی او د عزت تالا کوونکی دی حال داچې متاسفانه په هیواد کې مو د زیاتیدو په حال کې دی.»

د جمهوري نظام یوه بل مطرح چارواکي ډاکټر محمد اکرم خپلواک بيا ويلي:« ‏افغاني کلتور ډیر غني ده، د ښځو ټکرې په افغانی ټولنه کې د ملي ارزښتونو یو برخه ده.نن د دې وخت ده، چې د دوی غربت او بې سوادۍ غم وخوړل شي؛ چې عزت یې خوندي کوئ او اینده یې تضمنوی وئ.بدبختانه، زمونږ نظامونو په تېرو څو لسیزو کې د ملت اولیتونه درک نکړل چې نتیجه موږ او تاسو ولیدله.»

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پخواني سیاسي مرستیال جاوید لودین بيا به کنايوي ډول د طالبانو ملاتړو سياستوالو ته په خطاب کې ویلي، چې دی په داسې پریکړو طالبان نه، بلکې د هغوی د بدلیدو په اړه لابي کوونکو سياستوالو نه ګیله من دی.

د طالبانو د مشر هبت اله اخندزاده د نوي فرمان له مخې، د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت ته دنده سپارل شوې چې حجاب په جبري ډول پر ټولو افغان ښځو عملي کړي.

په فرمان کې راغلي، چې د ښځو له سترګو پرته ټول وجود یې باید پوښلی وي او د سرغړونې په صورت کې به د ښځو د کورنۍ سرپرستان درې ورځې بندیان او تر دې هم ممکن ډېر مجازات شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب