Home+شعيب اختر: زما د چټکې توپ غورځوونې ريکارډ ماتېدونکی دی

شعيب اختر: زما د چټکې توپ غورځوونې ريکارډ ماتېدونکی دی

د پاکستان پخوانی نوموتي کرکټر شعيب اختر چې تر ټولو ډېره چټکه توپ غورځونه يې کوله، ويلي، چې په راتلونکې کې د چټکې توپ اچونې ریکارډ ماتېدونکی دی.

شعيب اختر له يوې خصوصي رسنۍ سره په مرکه کې ويلي: «يوه يوه ورځ راتلونکې ده، چې يو څوک به پېدا کېږي او زما ريکارډ به ماتوي.»
شعيب اختر وايي، که داسې څه پېښ شي، مبارکي ورکوي.

شعيب اختر وايي، «کله چې ما ياد ريکارډ جوړاوه، را ته ويل شوي و چې دواړه زنګونونه دې ټپي شوي، بايد ارام وکړې.» خو په وینا یې چې رېسک یې واخيست او ريکارډ یې مات کړ. د شعيب اختر د دې ريکارډ، چې تر ټولو تېز توپ بلل شوی و، نږدې شل کاله پوره کيږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...