یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد دوستم په مشرۍ د « قطعه ګرګ» په نوم چريکي ډلې...

د دوستم په مشرۍ د « قطعه ګرګ» په نوم چريکي ډلې د ط خلاف جنګ اعلان کړ

تاند:( یکشنبه، د ثور اتلسمه) ‏يوې ډلې مخ پټو وسله والو، چې ځانونه « قطعه ګرګ» بولي، په يوه ويډيويي پيغام کې ادعا کړې چې د عبدالرشيد دوستم تر چتر لاندې یې په بغلان ولایت کې د طالبانو خلاف چريکي عمليات پيل کړي.

مخکې د دې ډلې په نوم په شبرغان، سرپل او ځینو نورو ازبک مېشتو سیمو کې هم د طالبانو خلاف د چريکي عملياتو خبر ورکړل شوی و.

جنرال دوستم، چې پخواني ولسمشر اشرف غني له ډاکټر عبدالله سره د واک د وېش په یوه سیاسي معامله کې د مارشالۍ رتبه هم ورکړې وه، د ملي اسلامي جنبش په نوم یو ازبک محوره ګوند هم لري.

هغه په ترکیه کې مېشت دی او د خپلو سیاسي متحدینو په ملتيا يې د طالبانو خلاف د جګړې د امکان خبر ورکړی و.

دوستم د نوې اعلان شوې قطعې په اړه څه نه دي ويلي.

د طالبانو خلاف تر اوسه شاوخوا ۱۰ جنګي جبهو د موجوديت اعلان کړی.

دغه جبهې نيږدې هره ورځ د افغانستان په مختلفو سيمو کې د طالبانو خلاف د جګړو، هغوی ته د تلفاتو او یو شمېر سیمو د نیولو ادعاوې کوي، خو طالب وياندويان د ادعا شویو جنګي ډلو موجوديت او ادعاوې یې بې بنسټه بولي.

ځینې رسنیز فعالان بيا د طالبانو له لوري پر رسنيو وضع شوي پراخ قیودات د کره معلوماتو په تر لاسه کولو کې لوی خنډ بولي.

1 COMMENT

  1. ټولې جنګي جبهې دې یو ځای اتحاد وکړي، د پاکستان لاسپوڅې رژیم څخه باید پګړۍ په لارو کوڅو کې پاتې وي. که هر ډله یې جلا وډنګوې کورنۍ جنګونو پخوانې وخت ته ګرځو، یوالی ته اړتیا ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب