جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهامریکايي استازې رینا اميري: ط د ناورين حلولو پر ځای د ښځو...

امریکايي استازې رینا اميري: ط د ناورين حلولو پر ځای د ښځو په ځپلو اخته دي

تاند:( یکشنبه، د ثور اتلسمه) د افغانستان د ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امريکا متحده ايالاتو ځانګړې استازې رینا امیري د طالبانو له لوري د ښځينه حجاب په نوم نويو قيوداتو ته غبرګون ښودلی.

نوموړې ويلي، چې طالبان د افغانستان اقتصادي ناورين او د ټول ګډونه حکومت اړتيا ته د رسيده پر ځای د ښځو او نجونو په ځپلو اخته دي.

امریکايي استازې زياتوي، چې د طالبانو دغه اقدامات « ظالمانه» ګڼلي او ويلي، چې د افغانانو او نړیوالو له هغو غوښتنو سره ملګرې ده، چې له طالبانو څخه د نجونو د تړل شويو ښوونځيو پرانيستل او ښځو ته د کار او فعاليت اجازه ورکول غواړي.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت پرون اعلان وکړ، چې ښځې به نور خامخا « چادري» اغوندي کنه سرپرستان به يې درې ورځې بندیان او ان په محکمه کې لا نور مجازات شي.

د طالبانو دغه اعلان په پراخه کچه له توندو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب