Homeخبرونهداعش له افغان خاورې پر تاجیکستان د توغندويي بریدونو مسوولیت منلی

داعش له افغان خاورې پر تاجیکستان د توغندويي بریدونو مسوولیت منلی

تاند:( یکشنبه، د ثور اتلسمه) داعش ډلې ويلي، چې د تخار ولايت له خواجه غار ولسوالۍ څخه پر تاجيکستان هېواد ترسره شوي ۴ توغنیز بریدونه د دوی له لوري تر سره شوي دي.

د تاجيکستان ځینو رسنیو پرون د يادو بریدونو د ترسره کيدو خبر ورکړ.

تاجيکستاني رسنيو ويلي، چې له توغنیزو بریدونو څخه وروسته د دوی سرحدي ځواکونو هم د افغانستان پر لور ډزې کړي، خو ځاني تلفات نه لري.

يادو رسنيو د ځینو طالب سرچینو په حواله ویلي، چې دغه بریدونه د داعش ډلې له لوري شوي.

خو تاجيکستاني رسنيو د خپلو ځینو چارواکو په حواله، د بریدونو مسوولیت د تاجيکستان پر انصار الله ډلې اچولی دی.

اوس داعش ډلې په خپله یوه اعلامیه کې منلې، چې دا توغندیز بریدونه دوی کړي دي.

د افغانستان طالب چارواکو په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ويلي.

داعش ډلې څه موده مخکې، د افغانستان له بلخ ولايت څخه پر ازبکستان هېواد هم د بریدونو ادعا کړې وه، چې طالبانو او ازبکستاني چارواکو رد کړې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...