جمعه, اپریل 19, 2024
Home+په سختو شرایطو کې مثبت فکر

په سختو شرایطو کې مثبت فکر

ژباړه: حمیدالله حمیدي

ډیری کسان شته، چې په هر ډول شرایطو کې آرام وي او غواړي خپله آرامي وساتي. پوهېږئ د هغوی د آرامۍ راز په څه کې دی؟ کله، چې هغوی کولای شي له شک پرته یې تاسو هم دغه چاره تر سره کولای شئ. تاسو هم کولای شئ دغه آرامتیا تر لاسه کړئ، خو په دې شرط، چې پوه شئ څه ډول مثبت فکر وکړئ او پر منفي موخو خط را کش کړئ!

اوس دغه پوښتنه را بر سېره کېږي، چې ((څه ډول سړی کولای شي په سختو شرایطو کې هم مثبت فکر وکړي؟!))
ستاسو په اند دغه څه امکان لري؟

د فکر د مثبت روزلو لارې چارې

۱- اوږده ساه وباسئ او د ژوند اوسنیوشرایطو ته په ژوره وګورئ، له ځانه سره فکر وکړئ څه ډول کولای شئ په ښه توګه د ټولو ستونزو څخه را ووځئ.

ستاسو یوازنۍ دنده دا ده، چې په څه ډول له دې موقیته ځان را وباسئ. که مو د را وتلو مناسبه لار پیدا نه کړه کولای شئ له هغه کسانو مشوره واخلئ، چې په دې برخه کې پوره تجربه لري، په یاد مو وي، چې ستاسو دنده یوازې (د حل لاره) پیدا کول دي نه کوم بل څه.

ډیره کله موږ د ورځې په اوږدو کې د هغه څه په اړه فکر کو، چې کېدای شي را منځته نه شي د بېلګې په توګه له دندې منفک کېدل، له وخته مخکې د پیسو خلاصېدل او هم داسې نور.

ډیره کارونه د وخت په تېرېدو سره خپله حل کېږي، نو لازمه نه ده،چې له وخت وړاندې خپل وخت او انرژي مصرف کړو ښه ده، چې پر ځای یې دغه انرژي يه یوه داسې څه ولګوو، چې وکولای شي په یو ډول خپلې موخې ته نېږدې شو.

۲- لومړیتوبونه په نظر کې ونیسئ

کېدای شي په ژوند کې له ډول ډول ستونزو سره مخ شئ، په دې وخت کې مو، چې لومړی فکر ذهن ته درځي څه شی دی؟

تر ټولو ښه کار، چې په دې وخت کې یې باید تر سره کړئ هغه دا دی، چې په مخ کې پراته کارونه او ستونزې اولیت بندي کړئ. ځکه د هرې ستونزې حل ډېر کله خپله په ستونزه کې نغښتی وي.

هېڅ شی هم په دنیا کې د لاسه ورکولو وړتیا نه لري، په یاد ولرئ تر ټولو مهم او اړین څه، چې په دې وخت کې باید ضرر ونه ویني هغه ستاسو ((روحیه)) او ((افکار)) دي.

په دې اساس له خپل ځان څخه ساتنه او مراقبت ته د خپلو کړنو په سر کې ځای ورکړئ.

۳- مسؤلیت منوونکي اوسئ

موږ انسان دنیا ته دې لپاره راغلي یو، چې خپل مسؤلیت تر سره کړو او کار وکړو. ځان ته وخت ځانګړی کړئ او د خپلې خوښې وړ کارونه په کې تر سره کړئ، ځکه وزګار کېناستل تاسو دې ته اړ باسي، چې منفي فکر وکړئ،مشهوره خبره ده، چې وایي خالي ذهن د شیطان ځاله جوړېږي.

ځان په یوه کار مصروفه کړې تر څومو ذهن د منفي افکارو څخه خلاص شي او ځای یې هغه لذت ته ورکړئ، چې د همدې کار کولو په وسیله یې لاسته راوړئ.

دا کار دې دې سبب هم ګرځي، چې هم ستاسو پټ استعدادونه را برسېره شي او هم مو خلک توصیف او تحسین کړي.

۴- مثبت فکر وکړئ

مثبت فکر وکړئ او د خپل ذهن حریم ته مو د منفي افکار د دخول مانع وګرځئ.
د ډېری خلکو د خپګان اصلي لامل دا دی، چې ډیره کله په منفي مسایلو او داسې څه فکر کوي، چې هېڅکله هم نه واقع کېږي.

د بېلګې په توګه د تېرو ښو خاطرو په اړه فکر وکړئ، د جزیاتو په اړه یې فکر وکړئ، په پټو سترګو د هغه ټولې صحنې یو ځل په خپل ذهن کې را تېرې کړئ او له هرې لحظې یې خوند واخلئ. داس، چې فکر کوئ همدا اوس هغه څه صورت نیولی.

له ځنډ پرته به مو ځان ته پام شي، چې په شونډو مو مسکا خوره وي او له ځان سره به وایئ، څه په زړه پورې شپې او ورځې وې.

په دې ډول کړنو سره به مو په ناخود اګاه ډول ذهن له منفي افکار خالي وي او هغه کارونه، چې په مخ کې یې لرئ یو پر بل پسې په سمه توګه مخ ته ولاړ شي.

یوازې د هغه څه په اړه فکر وکړئ، چې پوهېږئ په اوس او راتلونکې کې خوښي درکولای شي.

۵- له نویو کسانوسره اشنا شئ

لکه څنګه، چې پوهېږي انسان یو اجتماعي موجود دی دغه راز اجتماعي اړیکو ته اړتیا لري. د مثبت فکر د درلودلو یوه تر ټولو مهمه او اړینه لار دا هم ده، چې له نویو کسانو سره پېژندګلوي پیدا کړئ، انسان یوازې د خپلو مثبتو افکارو په درلودلو سره موخې ته نه شي رسېدای، بلکې مجبور دی، چې له نورو داسې کسانوسره ناسته ولاړه هم وکړي، چې وکولای شي ده ته نوره هم مثبته روحیه ورکړي.

له هغه کسانوسره ناسته ولاړه، چې مثبت فکر کوي، موږ ته دا چانس راکوي، چې له منفي افکارو څخه لرې اوسو او له مثبتو افکار څخه په مالامال محیط کې ژوند وکړای شو.

د دغه ډول شرایطو برابرول چندانې ستونزمن نه دي په دې شرط، چې تاسو یې وغواړئ.

۶- ټاکل ستاسو په لاس کې دي

خدای پاک خپلو بنده ګانو ته په ژوند کې یو ستر نعمت ورکړی، چې هغه ټاکنه او انتخاب دی. ټاکنې کېدای شي مثبتې او ګټورې وي یا هم منفي او مخربې؛ خو مهمه خبره دا ده، چې موږ خپله هغه ټاکو. موږ خپله یې چې د ځان لپاره ټاکنه کو، چې زموږ په کټه وي که په زیان.

د انتخاب حق او مثبت فکر په خپل منځ کې سره نه بېلدونکې اړیکې لري، ځکه همدا مثبت فکرونه دي، چې زموږ لپاره د انتخابونو ډولونه مخ ته ږدي او موږ یې ټاکو.

که وکولای شو، په مثبتو افکارو سره مثبتې ټاکنې ولرو، له شک پرته، چې موږ به د خدای پاک یو له با استعداده مخلوق څخه شمېرل کېږو، نو راځئ د خپل ځان لپاره له مثبتو افکارو سره ژوند وکړو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب