د ماسختن د لمانځه څخه وروسته له جوماته راووتو، د لارې ملګري مې چې هر وخت به سره جومات ته ېوځای تللو، د ډلې له نورو ملګرو څخه یې پوښتنه وکړه چې؛
– هلکانو میلمه څوک دی؟
شفتالو ګل له هغه لورې پرې ږغ کړ او په مزاحیه لهجه یې ورته وویل “میلمه هاغه څوک دی چې د شپې درکره راشي نو سهار یې څټ ښه ښکاري”، له ډلې څخه بل وویل چې میلمه د خدای رحمت دی، قدر یې حکمت دی او بې عزتې یې لعنت دی.
عالم ګل چې تر ټولو ښه پوه وو او په حالاتو یې کټوخه ښه خلاصه وه، نو ویې وېل چې میلمه د خدای رحمت دی، لکه څرنګه چې ګران نبي (ص) فرمایي:
الضَیفُ یَنزِلُ بِرزقِهِ ، وَ یَرتَحِلُ بِذُنُوبِ اَهلِ البَیتِ؛
یعنې: میلمه له ځانه سره رزق راوړي او د کوربنو ګناهونه له ځانه سره وړي.
زیاته یې کړه چې میلمانه هم بېا په دوه ډوله دي؛ یو یې هاغه ډول میلمانه دي چې له ځانه سره کور ته صفا او برکت راوړي او دوهم ډول یې هاغه سپېره میلمانه وي چې کور له ځانه سره سپېره کوي.
که سپېره میلمه په کوم کور ور برابر شي چې د کوربنو قدر ونه پېژني، امرونه یې له حده ډېر وي چې آن د کور سپی ترې هم تنګ ته راغلی وي او خپل عزت په کوربنو باندې یو قلنک ګڼي نو داسې میلمه د کوربنو په زړه بوج وي او رخصتولو ته یې شیبې شماري. برعکس، که کوم میلمه حلم ولري، د ځان او بل حقوق وپېژنې او د میلمه توب په اصولو پوه وي، قدر یې لا ډېریږي او ورته د خدای رحمت ویلای شو.
د عالم ګل د دې تشریحاتو څخه وروسته مې دا خبره پخپل مغز کې تحلیل کړه او د هغه په قول، دا دوه ډوله میلمانه مې په یوه ملک کې د مختلفو نظامونو سر تشبېه کړل.
نو په رښتېا هم، کله چې په یو ملک کې حکومت له عوامو سره له حلم، عدل، انصاف، او مساوات څخه کار واخلي او له ځانه سره ملک ته په صفا راوړلو کې هڅاند واوسي، هومره قدر لري لکه د یو ښه میلمه او که برعکس یې له خلکو سره رویه ښه نه وي، د انصاف د تلې دوه پلې یې یو له بله سره برابرې نه وي، او خلکو ته د ازار لامل وګرځي نو عمر به یې لنډ وي او د خلکو په زړونو کې به ورته د کینې او نفرت پرته بل څه نه وي پاتې.
زموږ پښتانه یو متل کوي چې:
ښه خوي به دې سلطان کړي
بد خوي به دې په ځان پورې حېران کړي.