دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهکابل کې یو ځوان له تښتونکو وژغورل شو

کابل کې یو ځوان له تښتونکو وژغورل شو

تاند:( یکشنبه، د ثور اتلسمه) ‏‏د طالبانو امنيتي ځواکونو په کابل کې یو ځوان د انسان تښتوونکو له منګولو آزاد کړ.

په کابل کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي چې امنيتي ځواکونو یې دغه ځوان په باغ بالا سیمه کې د انسان تښتوونکو له منګولو آزاد کړی دی.

د نوموړي په خبره، انسان تښتوونکي په تېښته بریالي شوي؛ خو د نیولو هڅې یې پیل شوي دي.

په وروستيو کې د انسان تښتونې پېښې د طالبانو د واکمنۍ د نورو میاشتو په نسبت بیرته کمې شوي دي.

څو ورځې مخکې د طالبانو امنيتي ځواکونو د نارينه وو په جامو کې یوه ښځینه، په پکتیکا ولایت کې د انسان تښوونکو له منګولو ژغورلې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب