چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهډاکټر فاروق اعظم د اوبو او برېښنا وزارت سلاکار وټاکل شو

ډاکټر فاروق اعظم د اوبو او برېښنا وزارت سلاکار وټاکل شو

تاند:( یکشنبه، د ثور اتلسمه) ‏‏‏د طالبانو يو مشهور مدافع سياستوال ډاکټر غلام فاروق”اعظم” د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت د سلاکار په توګه ټاکل شوی.

 د طالبانو د اوبو او برېښنا وزير مولوي عبدالطيف منصور ويلي، چې نوموړی يی نن د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې خپلې دندې ته معرفي کړی.

 ملا منصور نوموړی يو نه ستړي کیدونکی مجاهد او ستر علمي شخصیت بللی او په ور سپارل شوې دنده کې یې ورته د بریا دعاګانې کړي دي.

‏د طالبانو د اعلامیې له مخې، ډاکټر غلام فاروق “اعظم” د کندهار ښار په لومړۍ ناحیې کې زیږیدلی او د اوبو د سرچینو د پراختیا په برخه کې یې په آمریکا او انګلستان کې د دوکتورا تر کچې پوري زده کړې ترسره کړي دي.

 ډاکټر “اعظم” د مجاهدینو په تنظيمي حکومت کې د ښوونې او روزنې او همدار راز د کډوالو او بېرته راستنیدونکو د وزیر په توګه دنده ترسره کړې ده.

د طالبانو د اوبو او برېښنا وزير ويلي، چې په دغه دنده د فاروق اعظم ټاکنه د ده په وړاندیز او د ریاسة الوزرا په منظورۍ شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب