Homeخبرونهشينوارو د سیلانیانو لپاره د وړيا چايو هوټل پرانيست

شينوارو د سیلانیانو لپاره د وړيا چايو هوټل پرانيست

تاند:( یکشنبه، د ثور اتلسمه) ‏‏‏د ننګرهار هسکې مېنې ولسوالۍ کې سيلانيانو ته په وړيا ډول د چايو ورکړې هوټل پرانیستل شو.

په ننګرهار کې د طالبانو د والي مطبوعاتي دفتر وايي، چې دغه هوټل د شينوارو اصلاحي ټولنې لخوا د دغې ولسوالۍ ګورګورۍ سيمې ته د ورتلونکو سيلانيانو لپاره جوړ شو.

دغه ټولنه وايي چې ورتلونکو سيلانيانو ته به د ګورګورۍ سيمې ټولې منظرې ورښکاره کوي او هم به پرې وړيا چايونه څکي.

د يادې ټولنې غړي وايي، له دغې چارې يې موخه راتلونکو سيلانيانو ته د شينوارو د دود دستور او مېلمه پالنې ورښکاره کول دي او دا چې دغه سيمې کلونه د جګړو له امله نا امنه پاتې وې اوس ورته د سيلانيانو پام اړول دي.

يو شمېر خلکو دا کار ستایلی او په نورو سیمو کې يې هم د سياحت د پياوړتيا لپاره د ورته هڅو غوښتنه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...