سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونهملا حسن اخند د خپلې شل کلنې جګړې د اثارو خوندي کيدو...

ملا حسن اخند د خپلې شل کلنې جګړې د اثارو خوندي کيدو امر کړی

تاند:( سې شنبه ،د ميزان ۵مه)‏ د طالبانو د حاکمې ادارې رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخوند د خپلې کابینې غونډه کې د طالبانو د شل کلنې جګړې« د تاریخي ارزښت لرونکو اثارو» د خوندیتوب لپاره د کړنلارې د جوړلو امر کړی.

هغه د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته دنده سپارلې چې د طالبانو د تېرې شل کلنې جګړې د بېلابېلو لوريو د تاریخي ارزښت لرونکو اثارو د خوندیتوب لپاره کړنلاره برابره او د کابینې غونډې ته یې وړاندې کړي.

طالبان ادعا لري،چې تېره شل کلنه جګړه ېې د دوی په وینا د امریکايي اشغال خلاف وه او دوی یې د ګټونکو په توګه تاريخي لاسته راوړنې او اتلولۍ لري.

د طالبانو منتقدین بيا برعکس دا ډله د قدرت لپاره، هغه هم د افغانانو خلاف جنګیدلي بولي او د جګړې د تلفاتو او ويجاړیو ارقام يې يادوي،چې په خبره یې تر ټولو زيات زيان یې افغانانو ته اړوند و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب