سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهد امربالمعروف د وزير افشاګري؛ د نجونو ښوونځي ملا هبت الله تړلي

د امربالمعروف د وزير افشاګري؛ د نجونو ښوونځي ملا هبت الله تړلي

تاند:( سې شنبه ،د ميزان ۵مه)‏ د طالبانو د ادارې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر شېخ محمد خالد نن په ضمني ډول افشا کړه،چې له شپږم ټولګي څخه پورته د افغان نجونو ښوونځي د دوی د لوی مشر ملا هبت الله اخندزاده په امر تړل شوي دي.

شېخ خالد نن د ګرځندوی ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې دا څرګندونې تر هغې وروسته وکړې،چې د‌ طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال عباس ستانکزي یو ځل بیا د نجونو د ښوونځيو د ژر پرانيستلو غوښتنه وکړه.

ستانکزي د ګڼو طالب مشرانو او ملایانو په موجوديت کې وويل،چې که څوک د نجونو د زده کړو د مخالفت لپاره شرعي دلايل لري، خلکو ته دې څرګند او دغه دلایل دې وړاندې کړي.

عباس ستانکزي دا هم وويل،چې د نجونو د ښوونځيو پرانيستل کيدای شي د ځينو کسانو «په طبیعت برابر نه وي» خو ويې نه ویل چې دا کسان د طالبانو د کومې کچې مشران دي.

هغه په ورته وخت کې یاد شوي کسان وننګول چې د خلکو په مخکې دې راڅرګند شي او قناعت دې ورته ورکړي چې ولې یې د نجونو ښوونځي تړلي دي؟

د‌ طالبانو د امر بالمعروف وزير په همدې غونډه کې وويل، دوی چې هر چېرته ځي د نجونو د زده کړو خبره وي.

هغه ادعا وکړه چې زده کړې مباح او د امير د امر اطاعت واجب دی.

د شیخ خالد د څرګندونو په اړه تمه کیږي چې د‌ نجونو د زده کړو مدافع علما به خپل غبرګونونه څرګند کړي.

د‌ نجونو د زده کړو پلویان دا ښه پرمختګ ګڼي، چې د طالبانو د امر بالمعروف وزير لږ تر لږه د نجونو د زده کړو مخالف لوری په ډاګه کړ.

5 COMMENTS

  1. د الله تعالی احکام چې څوک نه مني ، هغه خپله له اسلام نه منکر کیږي . الله تعالی ګران او محبوب پیغمبر ته وایی :
    اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ ﴿۱﴾ خَلَقَ الْإِنْسَانَ مِنْ عَلَقٍ ﴿۲﴾ اقْرَأْ وَرَبُّكَ الْأَكْرَمُ ﴿۳﴾ الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ
    دا خپله د الله حکم دی او حکم یې پرټولو مسلمانانو فرض دی چې عملي یې کړي خو نه پوهېږم ملا خډل آخند به پدې هکله څه وایی ؟
    کله چې احکام صریح نه وي نو د هغو په تفسیر کې هرسړی خپل نظر ښکاره کوي .

  2. د انګریز د کاریکاتوری او کارتونی جدّی لوبو یوه خطرناکه او ویرانوونکې برخه دا ده چی د یو خیالی کس له ادرس څخه واقعی! اوامر صادروی.
    انګریز هم د ” طریقت ” په لمنه کی جعلی پیران او جاهل مریدان روزلی دی او هم ئې د ” شریعت ” په لمنه کی جعلی عالمان – مفتیان – امیران – امامان او جاهل او احساساتی او متحجر مقتدیان روزلی دی.
    خالد حقانی د کیسه مال زوی غواړی عام وولس پدې ډول خبرو تېرباسی.
    زموږ دا خبره نه ده هېره چی:
    یو کال مخکی د ملا حسن د دربار چاپلوسانو په ډاګه وویل چی امیرالمؤمنین شپږ ځلی د ملا حسن څخه غوښتنه وکړه چی د صدارت واکی ومنی خو ملا حسن دا صدارت رد کړ او پر اووم ځل مجبور سو چی د امیر امر ومنی.
    د ملا خالد د فکر او فتوا پر بنسټ:
    ملا حسن لوی کافر ګڼل کیږی ځکه شپږ ځلی ئې د خپل امیر د امر د اطاعت څخه سرغړوَنه کړېده.

  3. د خدای په غضب ککړ شې چې دا دروغ ولې وايی.
    دا هر څه درباندې آی ايس آی بند کړی دي او تاسې لا اوس هم هبت الله يادوئ.
    تا لا تر اوسه د مباح او واجبو او همدارنګه د سنتو او فرايضو په تعريف نه پوهېږې.
    اطلبوا العلم في الصين
    دا په ننني پير کې جغرافيايي ځانګړتيا راښيي چې هغه پېغمبر صلی الله عليه وسلم حکم کوي چې چين ته د علم (پوهې) د زده کړې پسې ولاړ شئ او هلته يې ترلاسه کړئ. ښکاره خبره ده چې چين نه هغه وخت او نه نن اسلامي خاوره وه او نه ده چې هلته د دين د زده کړې پسې وليږي، خو ښکاره ده چې د هغه وخت مروج ساينسي علوم ترې موخه ده. کنه دمشق، کوفه وبصره، قاهره او داسې نور ښارونه او تعليمي مرکزونه خو ول. هرات او بلخ هم يو تاريخي د پوهې شهرت لري او د علم وتمدن زانګو بلل کيږي.
    طالوت عليّ السلام رنګمال (دوبي) وو او همدارنګه محرابي وو. همداسې موسی عليه السلام شپون وو. يعقوب کيميادان وو، محمد صلی الله عليه وسلم زارع وو. داږد عليه السلام اهنګر وو. دا ټول نن په يو صنعت بلدل شوي او يو ډول مشخصه زده او پوهه ورته په کار ده.
    ايا ته په اطآعت پوهېږې؟
    اوليڼ مخلوق د الله تعالی قلم دی او الله تعالی پرې سوګند يادوي. په لوح محفوظ کې ليکنه په څه شي شوې ده؟ ايا تا تفسير مظهري لوستی؟ ايا تا هلته د مجدد الف ثاني د زامنو کيسه لوستې چې په (۰يمحوا الله ما يشاء ويثبت وعنده ام الکتب)) کې ياده شوې ده.
    ولې قرآن د وعلم، انبئهم او اقرأ کليمې کارولي دي؟
    طبري خو د قال اجعلني علی خزاظن الأرض اني حفيظ عليم کې د يوسف عليه السلام قول راخېستی چې ((آنی کاتب حاسب)) نن وخت ورته مامور د اندراج او محساب accountant وايی.
    يوسف عليه السلام اولين کس دی چې قرطاسيه يې رواج کړه او پر قرطاسيه باندې ليکل وکړل او د اوو کلونو ټول ثبت ونام د وچکالۍ په موسم کې وشو.

  4. په اسلام کې د حضرت ابوبکر صدیق او حضرت عمر رض په شان امیرانو اطاعت واجب ده ، هغوی چې خپل ټول وخت یې د مسلمانانو خدمت ته وقف کړی وو. د شپې ئې خوب په ځان حرام کړی او هر وخت به د ولس په منځ کې وو.
    ستاسو ملا هبټ تش په نوم امیر دی . د هغه مړی یا ژوندی چا ندی لیدلی . له څلورو یارانو برتره او بهتره نه دی . که نر وي ځان د خلکو ته ښکاره کړي .
    واضیح خبره ده چې ملا آی اس آی ستاسو امیر المنافقین دی .
    وعن أنسٍ رضي الله عنه قَالَ: قَالَ رسولُ الله صلى الله عليه وسلم:
    مَنْ خَرَجَ في طَلَبِ العِلْمِ كَانَ في سَبيلِ اللهِ حَتَّى يَرْجِعَ.
    رواه الترمذي.
    ژباړه: انس رضي الله عنه وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلی دی:
    کوم څوک چې د علم په زده کړه کې ووزي ، نو دغه کس د الله په لاره کې شمېرل کېږي تر څو چې بېرته را ګرځي.
    مطلب: په علم پسې وتل داسې دي لکه د الله تعالی په لاره کې وتل او جهاد کول تر څو چې دغه کس بېرته د علم د وتلو څخه راګرځي.

  5. د حضرت عمر رضی الله تعالی عنه سره د يرموق په غزا کې ۳۵ ښځو برخه اخېستې وه.
    هلته که کوم صحابي په جنګ کې زخمي کېده، خو هرې مېرمنې د خپل څښتن تداوي کوله.
    همدارنګه معاويه رضی الله تعالی عنه د قبرس د جنګ لپاره اعلان وکړ. هر څوک چې جنګ ته ځي، نو خپله مېرمن به له ځان سره وړي او که نه، نو نه به ځي. قبرس د هغه په وخت کې فتحه شو او هر چا له ځان سره خپله ښځه وړې وه.
    همدارنګه تاسې د صلاح الدين ايوبي تاريخ وګورئ چې په فلسطين کې د ښوونځيو تر څنګ وړوکتون او روغتون هم موجود وو او نجونو او ښځو به پکې د طب زده کړې کولې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب