یکشنبه, مې 19, 2024
Homeمقالېډاکټر نجيب ولې بايد د اتل په توګه ونمانځو؟

ډاکټر نجيب ولې بايد د اتل په توګه ونمانځو؟

نجیب الله احمدزی

افغانستان کې يو عام مشکل د هر چا لخوا د هر چا سره د هر چا مقایسه کول دي،چې دا زموږ له سطحي نګرۍ او فکري کمزورۍ سرچينه اخلي.

دا مې شهید ډاکټر نجيب الله پورې را ياده شوه، د وطن هغه قهرمان شهید، چې تر ننه هم د همداسې سطحي قضاوتونو او ناوړه عقدو له کبله څه خلک شهید لا نه ورته وايي.

دلته د شهيد نجيب نور اړخونه نه يادوم،‌ هغه منم چې په يوه مرحله کې د متنازع حاکمیتونو په ظلمونو او وحشتونو کې ښکېل سړی و، مهم سړی و او بدې خاطرې ورڅخه کمې نه دي.

هغه موارد نه له خلکو او نه تاریخ نه پټ دي، خو دلته دا بحث ضرور دی چې شهید نجیب الله ولې بايد نن د يوه اتل په توګه ياد او د وطن پالنې د الګو په توګه ورڅخه پیروي وشي ؟

په دې حصه کې دلايل ډېر دي،چې ځینو ته ېې دلته اشاره کوو:

پاکستان ضد قهرمان

د افغانستان اوسنۍ معضله روښانه ده، چې د پاکستان په نوم يو ناوړه دښمن نه ډېره سرچينه اخلي.

پاکستان بدون له شکه افغانستان بیا بې نظامه کړی، اشغال کړی او د نابودۍ خوبونه ېې ویني.

نننی طالب د پروني مجاهد په حيث د پاکستان په ننګ د افغانستان خلاف جنګیږي او ډاکټر نجيب بیا هغه څوک و، چې پاکستان او پرونی طالب یې دواړه ډېر ښه پېژندل، ورسره ېې ډغرې وهلې او ډېرې ېې په نره وهلې.

ډاکټر نجيب شهید د يو ښه پاکستان پېژندونکي قهرمان په حیث زموږ نوي نسل ته الګو دی، دا الګو بايد ډېر ښه وپالل شي او ټول موافق او مخالف ېې د پاکستان ضدو مبارزو د يوه قهرمان په حیث په نقش قدم مخې ته لاړ شي.

نجیب د يوه هر اړخيز رهبر په توګه

ډاکټر نجيب د ولسمشر په توګه تر کمونيست ډېر یو ملتپال رهبر و، ماډرن او سنتي ارزښتونه یې ټول سره غاړه ویستي وو، تاریخ او حال ېې دواړه ښه په نظر کې وو او له قشر او ادرس سره ېې د دوی په ژبه خپل پیغامونه شريکولی او ټول ېې په يوه ملي اجنډا کې شاملولی شو.

د شهيد نجيب لپاره ډېر نور دلایل هم شته،چې باید د یوه ملتپال رهبر، پاکستان ضد قهرمان، افراطیت ضد مبارز او افغان محوره بحث په توګه ېې فکر، مبارزه او نوم ژوندی وساتل شي.

د ازاد، هوسا او سوکاله افغانستان په هیله!

4 COMMENTS

  1. ولا د ځینو پیښو او ځینو اشخاصو په وړاندی سکوت به د اخلاقی او حتی روحی سقوط مخه ونیولای سی.

  2. شپه که تیاره ده مڼې په شمار دی!څه ډول افغان محوره ؟
    عدل یوه کلا ده:دحمص والی خلیفه عمر بن عبدالعزیز ۷۱۷-۷۲۰ م ته ولیکل چې دځان دحفاظت لپاره موږ ته یوکلا ضروری ده دتعمیر اجازه یې راکړی هغوی وفرمایل:«که ته عادل یی نو دکلا ضرورت نشته».وایی مشک انست که خود ببوید نه انکه عطار ګوید. یوه مرتد ته دشهادت فتوا به تاریخ ته پرېږدو دما او تا د محوری لید لوری څخه وځی ! خوپوښتنه دا ده چې دڅلويښت ملیونه مسلمان ولس تر شا ولې یو زعیم دې ډول کړکېچ سره مخامخ شی چې یو احمد زی خپل خان نشی ساتلی او بل یې لو څې پښې تښتی ؟ انصاف او وقعیت ته مراجعه وکړه حق حضور وګڼه خیردی که تاند ستا کږې وږې خپروی……….لافه خو اسانه کار دی. خفه نشې

  3. که پروني مجاهدین او یا اوسني ملایان هم د داکتر نجیب پرځای وای ، نو پنجابیانو به ورته د کمونست یا د تروریست ټاپه حتما لګوله. تاسو به د کوټې او پېښور د رادیوګانو تبلیغ د شهید سردار محمد داود خان پرضد اورېدلي وي.
    د داکتر نجیب د واکمنۍ دوره د شوروي اتحاد او د هغوی د اقمارو د سیاسي او اقتصادي بحران له پیل سره مصادفه وه . د دریمې نړۍ هېوادونه چې یو قوي نړیوال ملاتړ له لاسه ورکړي او ګاونډی یې هم د چټلستان په شان عقده یی او په زړه سخت وي ، همدا به ئې حال وي .
    ملي وحدت ، پرخپل ولس اعتماد او باور ، ټولنیز عدالت ، له افغانانو سره مدارا او د تعلیم تعمیم زمونږ د هېواد د نجات او پرمختګ اساسي لار ده .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب