دوشنبه, مې 6, 2024
Home+د دوحې تړون عملي کول له ناورين څخه د وتلو يوازنى لاره

د دوحې تړون عملي کول له ناورين څخه د وتلو يوازنى لاره

ليکنه؛ عبدالوحيد وحيد
په لاندې ليکنه کې  د اسلامي امارت مشرتابه ته د هغوى د ځينو بې ارزښته مټکورو کړنو، په کور د ننه او بهر د ځينو ډېرو مهمو ژمنو ماتولو له امله زموږ هېواد او ولس ته را پېښو  خطرناکو ننګونو باندي راڅرخيږم. باید ووایم چې موخه مې مخالفت د مخالفت له امله نه ده، بلکې په خپله خاوره کې د خپل حق او له خپل ولس سره د مينې له امله ده.
نه غواړم دغه نظام هم د پخواني حکومت په څېر د خپلو ناوړه کړنو له امله نسکور ووينم او موږ بيا د يوه بل حکومت د نسکوريدو له امله په يوه تازه ناورين کې ونښلو. فضا مو اوس هم د امریکا او نورو په واک کې ده او موږ يې په وړاندي مطلقاً بېوسه يو. دغه نيمګړتيا ته په کتو  د تير نظام په پرتله د اوسني حکومت نسکورېدل يقيناً په مراتبو اسانه دي. بله دا چې اوسني ګواښونه تر پخوا جدي، پيچلي خطرناک او بوږنوونکي ښکاري.
په سيمه او ګاونډ کې په جيوپوليتيک او جيو ستراتيژيک برخو کې رامنځته شوي ستر بدلونونه، دَ اړيکو رغولو تازه بهير، په سيمه ييزه کچه د نويو ايتلافونو رامنځته کيدل، د افغانستان اوسنى خورا ترينګلى او پيچلى اقتصادي وضعیت، د سياسي انزوا د کچې لوړيدل، د بيکاري اوسنى توپان، د کادرونو تېښته، د ولس او حکومت ترمنځ ورځ تر بلې زياتېدونکي واټن او تر ټولو مهم د امارتي چارواکو په تګلارو، کړنو، چلن او ذهنيت کې د اعتدال، نرمښت او له نړۍ سره د مشترکاتو د لټون د هڅو څرک نه ليدل دا ثابتوي چې موږ د يوه بل خطرناک او ځپونکي ناورين سره د مخامخ کيدو په درشل کې يو.
حکومتي مشران پوهيږي او که د فيل په غوږ کې ويده دي چې د تير يو کال راپدېخوا شاوخوا يو مليارد دالر له کوم حساب څخه د چا لخوا او د کومو موخو لپاره افغانستان ته په منظم ډول را استول کېږي؟ ځواب يقيناً دادى چې نړۍ دغه نغده مرسته له چارواکو سره د دوستانو اړيکو درلودلو او د ښه کاري تفاهم له امله نه را استوي، بلکې د افغانستان د اقتصادي چوکاټ د بشپړ نسکوريدو څخه د مخنیوي او د احتمالي بدلون په پايله کې د رامنځته کيدونکې سناريو د مديريت لپاره دغه مرستو ته دوام ورکوي
بله دا چې د امریکا لخوا په مسلسل ډول د افغانستان د فضائي حريم  کارول د يوه آزاد او خپلواک  هيواد په حريم باندي تيرى ګڼل کېږي. اوس پوښتنه دا ده چې امریکا د B52 الوتکو ګرزيدل او او ډرون  دَ څار ګزمې دَ څه لپاره دي؟ دغه کار به تر کومه وخته دوام لري او اوس ولې دغه کار ته د تيري کولو کومه اصطلاح وکارول شي؟ که پرون مو په جغرافيه باندې تېرى شوى وه، نو نن مو هيواد خوندي  دى؟ ايا زموږ فضا زموږ د حاکمیت برخه نه ده؟
شک نشته چې انجونو په مخ د ښونځيو د دروازو تړلو تر شا ديني، کلتوري، د زيربنا د کمښت تدريسي نصاب ستونځه او همدغه راز نورې پلمې او بانې هسې دَ شګو دېوالونه ثابت شو او په دغو مواردو کې اوس هيڅ ډول ستونځه شتون نه لري.  دغه ناوړه کړنې د ښارونو او لرې پرتو کليو ترمنځ موجود هغه پنځوس کاله پخوانى کلتوري توپير ګڼلاى شو چې د کابل او کليوالي چاپيريال ترمنځ له کلتوري توپیرونو څخه سرچینه اخلي، خو له نيکه مرغه اوس په ټولنه کې د زده کړو د کچې د لوړتیا په برکت هغه پخواني کلتوري واټنونه راکم شوي دي.
موږ ولسونه هم باید دومره پړه ومنو چې د روانو ناخوالو په ځانګړي ډول د خپلو بچيانو په وړاندې مو له يوه کال څخه د زيات وخت لپاره د ښونځيو د تړلو دروازو په تړاو دومره غبرګون نه دى ښودلى څومره چې اړتیا وه. د افسوس خبره ده چې په يويشتمه پيړئ کې د انجونو په زده کړو بنديز لګول کېږي او ټولنه ټکان نه خوري. موږ مجبور يو چې  په خپل چلن او رويو کې بدلون راوړو. د مخونو پرځاى به موخو ته ګورو او بيا قضاوت کوو د وعدو  پرځاى به د حاکم کړنو ته ګورو بيا به يې د حمایت او يا مخالفت پريکړه کوو. د سياست د مجنونانو له خبرو به زيات د هغوى د ماضي کړنې ارزوو.
څومره چې ماته ياديږي دغه ارګ چې نن طالبان پکې ناست دي او حکومت کوي يولس نورې ډلې هم په ډير زور او شور دلته راغلل حکومت يې وکړ. ځينو ګوزاره کوله او ځينو فرمانونه يې صادرول او حکمراني يې کوله. اوس په ارګ کې د هغوى د نخرو څرک نه لګيږي. هغوى نشته خو د کړنو، چلن، فساد، غصب او ظلمونو کيسې يې اوس هم ژوندۍ پاتې دي. يوازې د الله حکومت دائم قائم او تلپاتې دى. اوسنى حکومت به هم يووخت پاى ته رسيږي خو کيسې به يې تاريخ په خپله سينه کې ثبتوي او ولسونه به يې په هکله قضاوت کوي.
د تأسف ځاى يې دادى چې کيداى شي راتلونکي نسلونه د تاريخ پاڼو ته په کتو دين له سياست څخه جدا وګڼي. د ديني عالمانو او روحانيت راتلونکي حيثيت او درنښت به د نننيو حاکمانو د کړنو په تله کې ايښودل شوى وي.  د ديني ډلو لخوا د دين له ادرس څخه د ابزاري ګټې اخیستنې شاليد ته په کتو به قانوناً په سياست کې د مخالف اړخ په خلاف د دين کارت کارول بند شي او استناد به د ديني حلقاتو په ناوړه سياسي شاليد باندي کيږي.
په اوسني حکومتي تشکيلاتو کې د نااهلو اشخاصو دَ شتون، کورنیو او بهرنیو ناوړه تګلارو کې د شته نيمګړتياو له امله په ټپه ولاړ حالت  افغان ولس تر ستوني پورې رسولى دى. داسې ښکاري چې نړيوال هم له اوسني وضعیت څخه تنګ راغلي دي. حالاتو ته په کتو باید ووایم چې که موږ په خپله د بدلون نوښتګر نه شو نو وخت او شرایط مو بدلون ته مجبوروي.
چارواکو ته مشوره داده چې داده چې د بدلون په تړاو د اړونده برخو له ماهرينو څخه د سلا او مشورو ترلاسه کولو پروسه پيل کړي. د خپلو پاليسيو په تړاو  دې دقيقې  ارزونې ترسره کړي. مخکې له هغو چې د بدلون ابتکار د بل چا په واک کې ولويږي او موږ يوازې ننداره کوو، باید اوسني حاکمان په خپله داسې بدلونونو ته غاړه کېږدي چې په عيني واقعيتونو باندي ولاړ وي، هيواد ولس او هغوى ته  زيانونه پکې د امکان تر پولې کم وي.
له دې سره سره چې د دوحې تړون سترې قانوني او سياسي نيمګړتياوې درلودې، خو اوس دغه تړون د نړيوالې ټولنې او د افغانستان د اوسني حکومت ترمنځ د اشتراک نکته جوړوي. دواړه اړخونه حتى ګاونډيان او د سيمې هېوادونه ددغه تړون د عملي کولو غوښتنه کوي. ښکاره خبره ده چې په دغه مورد کې نسبي اجماع شتون لري. امريکا او اسلامي امارت هم په يو او بل باندې د تړون د ماتولو تورونه لګوي. په معاهدو او ژمنو باندي عمل کول نه يوازې قانوني حقوقي او اخلاقي مسئوليت دى بلکې په اسلام کې هم په ژمنو باندي عمل کول الزامي اړخ لري. پورتنيو ننګونو ته په پام داسې ښکاري چې د دوحې په تړون باندي عمل کول له اوسني ناورين څخه د وتلو يوازنى لاره ده.

4 COMMENTS

  1. سلام
    دفرض شناسی او مباح شناسی ترمنځ تهاجمی نزاکت او اخلاق:
    وایی یو سپهسالار دجنګ به میدان کې یو توبچی ته حکم وکړ چې هغه کور دتوپ سره والوځوه !چې دشمن دهغه له شا برید ونه کړی توپچی فورا دغه امر ومانه لکن ورسره ویې ژړل سپهسالار دژړا دعلت پوښتنه وکړله چې ولې ژاړې؟ هغه وویل چې دغه زما کور وه اوهلته مې ښځه او دوه بچیان اوسېدل.
    دلوپې یوه ستره برخه داده چې دارګ واکداران په سورکو ننوتلی یو کال تیر شو یو یی هم دمدور میز ترشا چا ونه لید چې له ولس سره خبرې وکړی دبهرنیو چارو وزارت تشکیلاتی اړخ بهر کې ګوډ او مات دی.
    انزوا یې توره وی او که سبینه؟دټولو جنجالونو ، مصایبو ،بن بست مبدا ناپوهي جهالت خوذ خواهی،نمایش اوبې وخته احساساتی کلانکاری ده دغه فرهنګ بنیادی سمېدو ته ضرورت لری .عقل دمباح خبره نه منی.کور دې ودان خوښ اوسې.

    • وعليکم السلام ورحمت الله وبرکاته
      مننه جناب ع شريف زاد صاحب محترمه
      د تأسف ځاى هم همدغه دى چې حکمرانان له ولس سره د مخامخ کيدو اراده هم نه لري. اړتیا يې هم نه ويني او په اهمیت يې هم قائل نه دي.
      که په ملى کچه يې د مشروعیت هڅه کړې واى يقيناً د ځينو وجوهاتو پربنسټ دغه ولس ورسره مرسته کوله چې له نړيوالو فشارونو څخه هم بريالي راوتلې واى خو څه ووايم. نور مى وس نشته. يوازې زارئ کوم.
      همدا اوس مى د بهرنیو چارو د وزير د ليدو غوښتنه وکړه مال ځان ته هيڅ نه غواړم خو لس دقيقې وخت راکړئ خو فکر نه کوم دغه وړى شړۍ شي

  2. بلا ء زرنگی
    بلاول اول ودوم بوتو زرداری، وزیر امور خارجه پاکستان (چرا ……….)از جامعه بین المللی و به ویژه آمریکا خواست که «مستقیما» بیشتر با طالبان حاکم بر افغانستان کار کنند، «نه علیه آنها».و یا به تناسب« حکومت موازی» در حالی که منع آموزش دختران و پناه گرفتن تروریست‌‌ها از سوی طالبان همچنان نگرانی‌های عمده جامعه جهانی است.درحالیکه در هرد و میزبانش «اسلام اباد» است گپ خود میزند .گاو درحال مردن است وقصاب درغم چر بو ! پاکستان ٫ جهان ٫ کشورهای نیمه اشغال اسیای
    مرکزی دالر های امریکایی یادش نمیرود بناء باید‌تاپه بزند اصلا از اغاز این سیاست دوگانگی ٫ دو رویه علیه حکومت امارت اسلامی را تعقیب می کرد ونمیخواهد یک حکومت مقتدر وملی در منطقه بوجود اید اداره خوش باور طالبی که نتوانست حداقل در سیاست بمثابه یک قوه نیرومند وباثبات عرض اندام کند باگردن پتی درکنفرانسها سهم گرفت ولی بوتو وجهان هنوز هم عقب دالر امریکایی٫ سیمینارها ٫ کنفرانسها ٫ ارتباطات درونی وبیرونی هستند وهمین مسیر را دنبال می کند این مسایل در ابعاد مختلف با ظرفیت های گونا کون باسیاست نو ازدیگ درچمچه برامدنی است. ما درغم مباح هستیم درفرض بسویه جهانی محکوم به زوال افغانستان درجهان یگانه سرزمینی است که دروازه تعلیم بروی ملت مسلمان وابرومند بسته است وهنوز هم مقاومت می کنیم.

    • متاسفانه کاش افغانستان تنها مملکت در دنیا نمی بود که دروازه های مکاتب به روی دختران بند است. ای کاش ما همه ازین تراژيدي تکان می خوردیم. ای کاش ‌‌‌‌‌پس از بسته شدن دروازه هاى مکاتب عکس العمل نشان مى داديم و حق اولاد خود را از حکام بطور جدي مطالبه مينموديم

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب