Homeخبرونهپاکستان ته د وسلو ۵۰ قاچاقیدونکي دوربینونه نیول شوي

پاکستان ته د وسلو ۵۰ قاچاقیدونکي دوربینونه نیول شوي

تاند(پنجشنبه، د جوزا ۵ مه) په کندهار کې د طالبانو ځايي چارواکو ویلي، چې پاکستان ته یې د وسلو ۵۰ قاچاق کېدونکي دوربینونه نیولي دي.

د طالب چارواکو په خبره، دا دوربینونه یوه کس په ډېر مهارت سره په موټر کې ځای پر ځای کړي وو، خو د کندهار په ګمرک کې نیول شوی دی.

د ياد شوي کس د هویت او نورو جزيياتو په اړه څه نه دي ويل شوي.

پاکستان ته د افغانستان له خاورې د وسلو او تجهيزاتو د قاچاق خبرونه د طالبانو له واکمنیدو سره زیات شوي او خپله طالبان یې په پراخه کچه په قاچاق او خرڅلاو تورنیږي.

طالب چارواکو بیا په پراخه کچه د دې ستونزې موجوديت او خپل لاس لرل پکې بيا- بيا رد کړي دي.

پرون د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وويل، چې په پلازمېنه اسلام اباد کې یي د پخواني صدراعظم عمران خان د معنرضو پلویانو له یوه موټر څخه ګڼې امریکايي وسلې، چې له افغانستان څخه پاکستان ته قاچاق شوې وې، نیولي او ورڅخه په پلان شویو متشددو لاریونونو کې د استفادې مخنیوی شوی دی.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...