دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهمتقي: د بشري حقونو د وضعيت په اړه دې مقایسوي راپور چمتو...

متقي: د بشري حقونو د وضعيت په اړه دې مقایسوي راپور چمتو شي

تاند(پنجشنبه، د جوزا ۵ مه) د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له ځانګړي ګزارشګر ریچارډ بنټ سره لیدلي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې راغلي، چې د دې لیدنې پر مهال د ملګرو ملتونو دغه ګزارشګر له طالبانو څخه د نوموړي له سفر سره د همکارۍ مننه کړې او ويلي، چې د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه به خپل جوړيدونکي راپور کې د بشري حقونو د وضعیت ټولې خواوې منعکس کړي.

سرچینه زیاتوي، چې د طالبانو د بهرنيو چارو وزير له نوموړي غوښتي، څو د افغانستان واقعي تصوير په خپل راپور کې وړاندې او اوسنی وضعیت له پخواني سره مقایسه کړي.

د متقي په وينا، له دې سره به د بشري حقونو په وضعيت کې راغلي « مثبت بدلونونه» روښانه او نړۍ ورڅخه خبره شي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د ملګرو ملتونو یاد شوی ګزارشګر په افغانستان کې د بشري حقونو د پرله پسې سرغړونو له راپورونو وروسته افغانستان ته سفر وکړ.

نوموړی په یوه ۱۰ ورځیني سفر افغانستان ته راغلی و، چې مزار شريف ته هم د ورتلو موضوع یې تایید شوې وه.

معلومه نه ده، چې د بشري حقونو د وضعیت په اړه به د نوموړي راپور کله بشپړ او خپور شي؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب