پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهايران د افغان کروندګرو د بديل معيشت د بدیلو لارو په برخه...

ايران د افغان کروندګرو د بديل معيشت د بدیلو لارو په برخه کې مرسته کوي

تاند(پنجشنبه، د جوزا ۵ مه) په کابل کې د ایران سفیر بهادر امینیان وايي، چې هېواد ېې د افغان کروندګرو د بديل معيشت د ځای ناستو لارو په برخه کې مرستې او همکارۍ ته چمتو دی.

نوموړي د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي سره د لیدنې پر مهال د نیشه یي توکیو پر ضد د طالبانو د لوی مشر ملا هیبت الله اخوند زاده د فرمان هرکلی هم کړی دی.

د طالبانو د اعلامیې په اساس، په دې لیدنه کې په ایران کې د افغان کډوالو او نیول شویو افغانانو، نیشه یي توکیو، معتادينو او په یادو برخو کې د دوه اړخيزو همکاريو په اړه هم خبرې شوي دي.

د طالبانو اعلاميه زياتوي، چې د ایران سفیر په دغه لیدنه کې له هېواد سره یې د طالبانو په ښو اړیکو خوښي ښودلې او د اړیکو د ښه دوام ډاډ یې ورکړی.

له دې سره پریکړه شوې، چې په يادو برخو کې به د طالبانو او ايران پلاوي د یو بل هېوادونو ته د خبرو په هدف سفرونه هم وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو او ایران ترمنځ اړیکې څو ځلې په ګډه پوله کې د اختلافاتو له امله تر وسله والو نښتو رسیدلې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب