Homeخبرونهد کابل چاودنه کې د ۶ تنو وژل کيدل او ۱۸ تنو...

د کابل چاودنه کې د ۶ تنو وژل کيدل او ۱۸ تنو ټپي کیدل تایید شول

تاند(چارشنبه، د جوزا ۴ مه) ‏د طالبانو د کورنيو چارو وزارت چارواکو د کابل ښار د ترافیکو څلور لاري په یوه جومات کې د نن ماښام د چاودنې د مرګ ژوبلې په اړه تازه معلومات خپاره کړل.

 د دغه وزارت په يوه اعلاميه کې راغلي:(( ورستي جزییات دادي، چې زموږ ۱۸ تنه هیوادوال زخمیان او ۶ نور شهیدان شوي.))

د طالبانو دغه اعلاميه زياتوي، چې یاده پېښه په کلکو ټکو غندي او امنیتي ځواکونه يې هڅه کوي څو عاملین یې ‌پیدا او د قانون منګولو ته وسپاري.

د دغې چاودنې مسووليت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

نن ناوخته د مزارشريف ښار په درېيو چاودنو کې هم طالبانو د ۹ ملکیانو وژل کیدل او د ۱۵ نورو ټپي کیدل تایید کړي دي.

د يادو پېښو څرنګوالی او نور جزییات نه دي په ډاګه شوي.

په وروستيو کې ورته پېښې زياتې شوي، خو طالبان‌ يې نه تاييدوي او د بشپړ امنيت د ټينګښت خبره کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پټي خزانې د مؤلف “محمدهوتک” مقبره د استاد محمدمعصوم هوتک په هڅو ورغول سوه

خبریال: غني حسن د پټي خزانې، د خلاصة‌الفصاحت او خلاصة‌الطب د مؤلف محمد هوتک مقبره، چي د زابل ولايت په سيوري ولسوالۍ کي واقع ده،...