Homeخبرونهملا برادر پنجشېر ته سفر وکړ

ملا برادر پنجشېر ته سفر وکړ

تاند(چار شنبه، د جوزا ۴ مه) ‏د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخند نن‎ پنجشېر ولایت ته سفر وکړ.

د طالبانو په يوه لنډه اعلامیه کې راغلي، چې نوموړي هلته یې له ځایي ‎مجاهدینو او مسؤلینو سره لیدلي او « لازمې سپارښتنې» يې ورته کړي دي.

د طالبانو وياندويانو په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

څه موده مخکې د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد هم، چې ملا برادر سره د پنجشېر په جګړو کې همغږی ښکاري، پنجشېر ولايت ته سفر کړی و.

طالبان په پنجشير کې د جګړې او خپلو مخالفو ځواکونو موجودیت ردوي، خو د احمد مسعود په مشرۍ د طالبانو خلاف د مقاومت د يوې ډلې مشر هلته د طالبانو پر وړاندې د جګړې او لاسته راوړنو ادعاوې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...