پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهد‌ مزار شريف چاودنو کې د ۹ ملکیانو وژل کیدل او ۱۵...

د‌ مزار شريف چاودنو کې د ۹ ملکیانو وژل کیدل او ۱۵ نورو ټپي کیدل تایید شول

تاند(چار شنبه، د جوزا ۴ مه) د طالبانو د واکمنۍ چارواکو د مزار شريف د نن ماښام د چاودنو د مرګ ژوبلې ارقام خپاره کړل.

باختر اژانس، چې د طالبانو د رسمي خبري اژانس په توګه فعاليت کوي، د نن ماښام د درېیو دغو چاودنو تلفات ۹ تنه او د ټپيانو شمېر ۱۵ تنه ښودلی.

د دغو چاودنو مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی او طالبانو یې هم کومه ډله مسووله نه ده ګڼلې.

يادې چاودنې د مزارشريف ښار په پینځمه او لسمه حوزه کې شوي، چې نور جزییات یې په ډاګه شوي نه دي.

معلومه نه ده، چې چاودنې څنګه او پر کومو هدفونو تر سره شوي دي.

نن ماښام د کابل ښار د ترافيکو څلور لاري په یوه جومات کې هم چاودنه شوې، چې طالبانو پکې د ۲ تنو ټپي کیدل تایید کړي، خو د ايمرجنسي روغتون مسوولینو دوی ته د ۲۲ ټپيانو او ۵ جسدونو د وړلو خبر ورکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب