جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهمزار او کابل کې چاودنو بيا مرګ ژوبله اړولې

مزار او کابل کې چاودنو بيا مرګ ژوبله اړولې

تاند(چار شنبه، د جوزا ۴ مه) له کابل او مزار شريف ښارونو څخه په وروستيو راپورونو کې د څو چاودنو او مرګ ژوبلې خبر ورکړل شوی.

د سرچينو په حواله، په کابل ښار کې چاودنه، د ترافیک څلور لاري په «حضرت ذکریا» جومات کې شوې.

ويل شوي، چې دغه چاودنه د يوه ځای پر ځای شوي ماین له کبله شوې او د څه باندې ۲۰ تنو د ټپي کیدو تر څنګ ۵ تنه پکې وژل شوي دي.

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت وياند په دې چاودنه کې د ۲ تنو ټپي کیدل تایید کړي دي.

په ورته وخت کې راپورونه وايي، چې نن ناوخته د مزارشريف ښار په درېيو چاودنو کې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغو چاودنو دقیق جزييات نه دي په ډاګه شوي.

خبريالانو پر طالب چارواکو نیوکه کړې، چې د پېښو په اړه نه يوازې خپله سم معلومات نه ورکوي، بلکې نورې سرچينې هم خبرو ته نه پریږدي.

طالبانو د مزار شريف د چاودنو په اړه څه نه دي ويلي.

د يادو چاودنو مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب