یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهباختر اژانس: د ط - انو لویه جرګه کې د ګډونوالو نظر...

باختر اژانس: د ط – انو لویه جرګه کې د ګډونوالو نظر او ارادې ته درناوی کیږي

تاند(چار شنبه، د جوزا ۴ مه) د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان باختر خبري اژانس په يوه تبصره کې ليکلي، چې طالبان به د افغانستان د قضيې د حل په اړه کيدونکې لويه جرګه کې د ګډونوالو نظر او ارادې ته درناوی وکړي.

سرچینه د طالبانو د يوه مهم چارواکي په حواله ويلي: ”ټول افغانان په ځانګړې توګه هغه بانفوذه څېرې چې د سولې، امنيت او د افغانستان د نظام په ټينګښت او پرمختګ کې اغېزمن وي، په دې جرګه کې به ګډون وکړي.”

باختر اژانس، چې د طالبانو رسمي ليدلوری منعکسوي، زياتوي:« له دې څخه څرګندیږي چې اسلامي امارت د شورا او مشورې اصول چې د اسلام د سپیڅلي دین له لارښوونو څخه دي، نه دي هیر کړي، بلکې غواړي چې په اسلامي امارت د خلکو د باور د رامنځته کولو لپاره د شورا او خبرو له لارې مسایل حل کړي.»

سره له دې، چې طالبان د لویې جرګې پر ځای د « لوېې غونډې» اصطلاح ډېره کاروي او لویې جرګې ته ېې لېوالتيا ډېره نه ښکاري، خو د باختر اژانس په دغه شننه کې د لوېې جرګې د ارزښت په اړه ټینګار شوی.

باختر اژانس لیکي:« د افغانستان د تاريخ په اوږدو کې د لانجو د حل لپاره جرګه يو اصل پاتې شوې چې د حل لپاره يې د کارپوهانو او وتلو څېرو نظرونه وغوښتل شي او د تفاهم او همکارۍ په هنداره کې قضیې حل وشي.»

باختر اژانس په کنايوي ډول اقتصادي، سياسي او امنيتي ستونزې، غلط فهمۍ، د ښار او کليوالو سيمو د لیدلورو او واټنونو د کمولو هڅې د لوېې جرګې د جوړېدو ضرورتونه ياد کړي.

طالبانو د يادې جرګې د جوړېدو کره وخت نه دی په ډاګه کړی، خو له افغان شخصیتونو سره د اړيکو کميسيون مشر یې ویلي، چې طالبان د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني په ګډون هیچا سره مذاکراتو ته اړتيا نه لري.

د لویې جرګې د بللو او د طالبانو په دریځونو کې د نرمښت خبرې په داسې مهال دي، چې په وروستيو کې د طالبانو خلاف د جګړې خبرونه او آمادګۍ په زیاتیدو دي.

2 COMMENTS

  1. د افغانستان رهبري او مشرتوب په اوسني وخت کې په یواځې توګه ناممکنه ده او دا موضوع له 1357ر را پدې خوا ټولو ته واضیح شوه چې خپلسري ، یکه تازي ، یو ګوندي او د یکتاتوري زورواکي ، جنګسالاري زمونږ په هېواد کې سوله نشي راوستلی.
    هغوی چې ځانونه یې تر ټولو باسواده بلل ، هغوی چې تر ټولو سپېڅلي مجاهدین او د انسانیت د مرګ او ژوند فیصله ئې کوله ، لکه اته پنجاب مېشتي او نهه مشهد میشتي تنظیمونه او همدارنګه په غربي نړۍ کې مېشتو افغانانو ، د کرزي او اشرف غني په مشرتابه ګډوله قومي ټېکه داران ، جنګي جنایتکاران یو هم بریالي نه شول چې زمونږ هېواد ته سوله راوړي او افغانستان له سیالانو سره سیال کړي.
    ټالبان چې د شیطان او پنجاب په خرو سپاره دي ، تر اوسه یې د هېڅ افغان مشوره نده اورېدلې او یا عملي کړې. که دوی همدا راز د فرعون په شان تکبر کوي ، لرې نه ده چې یوځل بیا افغانستان د پردیو لاسوهنو او کورنیو جګړو ته سوق کړي چې مسوولیت به یې دوی ته ورله غاړې وي .
    هیله ده چې پدې راتلونکي جرګه کې بېغرضه ، وطندوسته پر اسلام او افغانستان مین افغانان راټول کړل شي . د هېواد د ملي تمامیت ، مځکنۍ بشپړتیا ، ملي یوالي او له نړیوالو سره په سوله کې د ګډ ژوند لپاره یو ملي پلاتفرم ترتیب کړي او د تل لپاره کورنیو جګړو ، کودتا ګانو او بېعدالتیو ته د پای ټکی کېږدي . واک اهل د کار ته وسپاري، ټولو افغانانو ته منلی ، ملي ، اسلامي او افغاني دولت بنسټ کېږدي .

  2. تالبیزم ددروغو منافقت دوه مخۍ او د هیرامنډۍ د ګټو د چوکیدارۍ سمبول دی
    دوۍ هیڅکله داسی قدم نه پورته کوی او نه يی باداران اجازه ورکوی چی د افغانستان او افغانانو په ګټه وی
    تر اوسه هم چی څوک ددې وحشت او تور جهالت نه د خیر امید لری نو د احمقانو په جنت کی اوسی

    د یوی وړی بیلګی په ډول دوۍ همیشه دا ادعاکوله چی د ملی بیرغ په هکله فیصله نده شوی او هیڅوک په د ملی بیرغ په سر ونه ځورول شی
    خو ومو لیدل چی ډیر بی ګناه ځوانان يی یوازی د ملی بیرغ په سر ووژل او هم د نورو ځورونه لا په یوه او پله پلمه روانه ده
    دا وحشت او تور جهالت د رښتینی او په هیواد مینو افغانانو سره کلکه دښمنی لری او دا باید ټول خلک درک کړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب