Homeخبرونهبایډن او‌ څو نړیوال مشران: د افغانستان په اړه د امنيت شورا...

بایډن او‌ څو نړیوال مشران: د افغانستان په اړه د امنيت شورا د پریکړه لیک تطبيق غواړو

تاند(چار شنبه، د جوزا ۴ مه) د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر جوبایډن او د جاپان، اسټراليا او هندوستان صدراعظمانو په ګډه د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا د وروستي پریکړه لیک د عملي کیدو غوښتنه کړې ده.

دا پریکړه لیک په ۲۰۲۱ کې صادر شوی او ۲۵۲۹ ګڼه باندې ياديږي.

ياد شوی پريکړه ليک ټینګار کوي، چې د افغانستان خاوره نه بايد د هیڅ کومې ترهګرې ډلې له لوري د چا خلاف استعمال او هم ورڅخه د ترهګرو ډلو د روزنې او مالي تمويل لپاره ګټه وانخيستل شي.

د يادو هېوادونو مشرانو پرون د دغه پریکړه لیک د عملي کیدو غوښتنه د جاپان په پلازمېنه توکیو کې د لیدنې پر مهال کړې ده.

دغو نړيوالو مشرانو په داسې حال کې د دغه پریکړه لیک د عملي کیدو غوښتنه کړې، چې د طالبانو له واک لاندې افغانستان څخه د ترهګرو ډلو د بیا فعالیدو ادعاوې زياتې شوي دي.

په وروستيو کې داعش ډلې د افغانستان له خاورې د ازبکستان او تاجيکستان خلاف د بریدونو ادعاوې کړي دي.

سربېره پر دې پر طالبانو د بشري حقونو د نقض تورونه هم زیات شوي.

د ملګرو ملتونو په یاد شوي پريکړه ليک کې ټينګار شوی و، چې طالبان بايد د ټولو افغانانو اساسي او بشري حقونو ته درناوی وکړي او هغو خلکو ته، چې غواړي له افغانستان څخه ووځي، د وتو اجازه ورکړي.

طالبانو بیا په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د بيا فعالیدو او دغه راز د بشري حقونو د نقض ادعاوې رد کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...