Homeخبرونهد ۴۳ کانونو د استخراج پيل، ننګرهار کې ۲۶۰۰ کسانو ته کار...

د ۴۳ کانونو د استخراج پيل، ننګرهار کې ۲۶۰۰ کسانو ته کار پيدا کوي

تاند(چار شنبه، د جوزا ۴ مه) په ننګرهار کې د طالبانو ځايي چارواکي وايي ،چې په دغه ولایت کې د ۴۳ کانونو د استخراج چارې پیل شوي چې شاوخوا ۲۶۰۰ کسانو ته په کې د کار زمینه برابره شوې ده.

د ننگرهار د کانونو او پټرولیم رییس مفتي عبدالحمید (اخندزاده) باختر اژانس ته ویلي، چې د دغه ولایت اکثره غرونو کې د قیمتي، نیمه قیمتي، مرمرو ، شوکاڼو، ګچو، نفرایټو او داسې نورکانونه موجود دي.

د نوموړي په وينا، اوسمهال ېې په (۴۳) کانونو کې د شویو قراردادونو له مخې په قانوني ډول د استخراج چارې دوام لري چې له لارې یې هره میاشت د دولت حساب ته میلیونونه افغانۍ عواید جمع کېږي.

د اخند زاده د څرګندونو له مخې؛ په یادو کانونو کې په مستقیم او غیر مستقیم ډول څه د پاسه ( ۲۵۰۰۰ ) زرو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

سرچینه زیاتوي چې د ګوشتې او کامې ولسوالۍ د نفرایټو یوولس کانونه هم د ازادې سیالۍ له لارې شرکتونو ته په قرار داد ورکړل شوي چې اوس مهال یې د استخراج کار دوام لري او په هر کان کې له (۵۰ ) څخه تر ( ۶۰ ) کسانو پورې کار کوي.

د کانونو رییس وویل چې د نفرایټو له یو ټن ( ۵۵۰۰۰۰۰ ) افغانیو څخه نیولې تر ( ۵۷۰۰۰۰۰ ) افغانیو پورې دولت ته محصول ورکول کیږي.

آخندزاده وايي چې په ټول ننګرهار کې د کانونو د غیر قانوني کیندونو مخه نیول شوې چې په ترڅ کې یې پانګه والو او غریبو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د کامې ولسوالۍ ماما خېلو انګور طاق نفرایټو کان کې د کانونو او پترولیم استازی مولوي محمد عظیم وايي چې په هر کان کې د ترسره شوي قرارداد د حضوري نظارت لپاره کسان ټاکل شوي چې په ټولو کانونو کې د شویو تړونونو له مخې د کانونو کیندنې ترسره شي.

په همدې حال کې د کامې ولسوالۍ د انګورطاق د نفرایټو کان کټونکي شرکت مسوول حاجي جهان زیب مومند وايي چې په ډاډه زړه د امنیت په فضا کې د انګور طاق نفرایټو کان کیندونو چارې پرمخ وړي.

د طالب چارواکو دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې دوی د کانونو له استخراج او په استخراج کې له شفافيت سره د هېواد د عوايدو د زياتېدو او پر ځان بسیاینې ته هیله من دي.

د‌ طالبانو منتقدین بيا وايي، چې دوی د کانونو د استخراج په اړه مسلکي پریکړې او اقدامات نه شي کولای، ځکه ټولې چارې ېې ملایانو ته سپارلي.

د دوی په وینا، طالبان د افغانستان له منزوي کولو سره په داسې عوايدو د حکومتولۍ چارې نه شي شي سمبالولی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...