پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهشاهین: ښایي نور هېوادونه هم طالبان ژر په رسمیت وپېژني

شاهین: ښایي نور هېوادونه هم طالبان ژر په رسمیت وپېژني

تاند『جمعه د چنګاښ ـ سرطان ۱۳مه』قطر کې د طالبانو سفیر سهیل شاهین وایي، ښایي راتلونکو اوونیو یا میاشتو کې ځینې نور هېوادونه هم د روسیې د پرېکړې په تعقیب، د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني.

نوموړي له یوې روسي رسنۍ سره خبرو کې زیاته کړې: “ښایي په راتلونکو اوونیو یا میاشتو کې ښه خبرونه واورو.”

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت تېره شپه وویل، چې روسیې د دوی حکومت په رسمیت وپېژنده.

روسیې هممهاله د طالبانو په رسمیت پېژندنه تایید کړه.

روسي رسنیو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په حواله راپور ورکړ، چې افغانستان کې د طالبانو سرپرست حکومت یې په رسمیت وپېژنده او د افغانستان له لوري ور معرفي شوی سپين بيرغ يې هم منلی دی.

روسیه لومړنی هېواد شو چې طالبان په رسمیت پېژني.

تازه ‏د روسیې بهرنیو چارو وزارت یوه بیان کې لیکلي چې د طالبانو په رسمیت پېژندنه به د دواړو هېوادونو دوه اړخیزې اړیکې او همکارۍ پراخې او پياوړې کړي.

بیان کې راغلي چې له طالبانو سره به د سیمه ییز امنیت په پیاوړتیا، د ترهګرۍ او نشه يي توکو پر وړاندې مبارزې، مرستو، زېربنايي پروژو، د انرژۍ تولید، اقتصادي او دغه راز سوداګریزې ودې برخو کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...